Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین بهرنیو چارو زارت: د افغانستان امنیتي وضعیت څارو

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بیجېنګ په افغانستان کې امنیتي وضعیت څاري او غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

د دې وزارت ویاندې په یوې خبري ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله څرګندونې کړې دي.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده مائو نینګ وايي:«چین هر ډول ترهګریز فعالیتونه په کلکه غندي او د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري. موږ د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو او تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې او همداراز د امنیت د ټینګښت په برخو کې د افغانستان د هڅو ملاتړ ته به دوام ورکوو.»

د اسلامي امارت ویاند د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اقتصادي او سیاسي برخه کې د هېوادونو پر مرستې ټینګار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«موږ اطمنان ورکوو چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته تهدید نه متوجې نه وي. خپله اسلامي امارت هم دې ټکي ته متوجه دی او داسې چاته ته اجازه نه ورکوي، چې ګډوډي جوړه کړي او د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.»

خو چین د افغانستان د وضعیت په ښه کېدو کې څه رول لوبولی شي.؟

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«چین په حقیقت کې په افغانستان کې د چیني ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه لري، خو چین باید په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې تر اوسه يې نه ده کړې.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج هم وویل:«که چېرې چین په دې برخه کې همکاري وکړي، د غربي هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او ناټو عکس العمل به څه وي.؟»

چین په داسې حال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د هلو ځلو خبره کوي، چې تر دې وړاندې هند، پاکستان، روسيې، امریکا، ایران، تاجیکستان او ازبیکستان هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

همزمان با این، کابل می‌گوید که هیچ گروه هراس‌افگن در افغانستان حضور ندارد و کشورهای دیگر باید افغانستان در بخش‌های اقتصادی و سیاسی همکاری کند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه