Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما د بشري حقونو په نړۍواله ورځ: ټول انسانان حیثیت او حقوقو کې برابر دي

د بشري حقونو په نړۍواله ورځ، د یوناما رییسه له اسلامي امارته غواړي چې د افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو له محدودولو لاس واخلي.

د یوناما رییسه رزا اوتونبایوا په یوې ویډیو کې وايي چې حکومت د هر وګړي په وړاندې مسوولیت لري.

مېرمن اوتونبایوا وايي:«ملګري ملتونه په افغانستان کې له حاکمو مسوولانو او چارواکو غواړي چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو له محدودېدو لاس واخلي، د دې لپاره هغوی چې حکومت کوي در هرې ښځې، سړي، نجلۍ او هلک په وړاندې زښته زیات وظیفوي مسوولیت لري." 

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن دیکر وايي، واشنګټن به دافغانانو د حقونو د دفاع په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

مېرمن دیکر زیاتوي:«امریکا جنسیت، قومیت، مذهب او وړتیاوو ته له کتو پرته د ټولو افغانانو له حقونو دفاع کوي. همداراز زده کړو ته د هغوی د لاسرسي او د کار له حقه هم دفاع کوي. زه له کندهاري چارواکو غواړم چې، ټولو لپاره د کرامت، ازادۍ او عدالت په برخو کې د نړۍوالو له دوامداره هڅو سره یو ځای شي.»

د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې له رارسېدو سره سم، په هېواد کې د ښځو د حقونو مدافعانې له اسلامي امارته غواړي چې، افغان ښځو ته د زده کړو، کار او سفر اجازه ورکړي.

د بشري حقونو مدافع لیلا بسیم وايي:«امارت د ښځو غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نه ده لرلې، موږ اوس غواړو چې امارت د افغانستان له ښځو سره خبرې اترې پيل کړي، د افغانستان ښځې نه غواړي چې له صحنې حذف شي د افغانستان ښځې په تېرو دوو لسیزو کې بې شمېره فعالیتونه لرلي دي.»

د بشري حقونو مدافع سکینه رضایي څرګندوي:«کلتوري بنسټونه او تحصیلي بنسټونه باید بېرته پرانیستل شي او موږ ښځې وکړای شو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو او په بېلابېلو برخو کې لکه سیاست، تجارت او صنعت کې وکړای شو بیا هم د خپل هېواد لپاره ویاړونه راوړو.»

خو اسلامي امارت وايي، سرپرست حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«زموږ خلک کابو سل سلنه مسلمان دي او مسلمان ملت په یوه اسلامي هېواد کې د هغه هېواد د ټولو وګړو حقوقو خوندي او تامین وي.»

د شنبې ورځ (د ډسمبر ۱۰مه)د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې ۷۵ یمه کلیزه ده. د بشري حقونو په نړۍواله اعلامیه کې پر فردي ازادۍ، برابرو بنسټیزو او انساني حقوقو او همداراز د ژوند او د وینا پر ازادیو ټینګار شوی دی.

 افغانستان د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر لسمه د هغو  ۴۸ هېوادونو په ډله کې دی چې، دغې اعلامیې ته یې مثبته رایه ورکړې ده.

اسلامي امارت وايي، سرپرست حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه