Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو چارو وزارت پلاوی په یوې غونډه کې د ګډون په پار ایران ته ولاړ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال او یو شمېر چارواکي د افغانستان، ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ څلور اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره تهران ته تللي دي.

د دې وزارت مرستیال وايي، په دې ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو او ننګونو پر حل باندې خبرې کوي.

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد په دې هکله وویل:«له ایران او پاکستان هېوادونو چې دلته زموږ افغان کډوال شتون لري له دوی سره توافقنامه امضا کوو، ترڅو په کوم طرز او طریقه يې ستونزې حل کړي، چې افغان کډوال په داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شي.»

په همدې حال کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي وايي، چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغان کډوال احمد فیصل نظامي وايي:«هغه کډوال چې دلته په غیر قانوني ډول راځي. لومړی د دې هېوادونو په سرحدونو کې د نظامیانو له لوري دوی سره ناسم چلن کېږي.»

افغان کډوال وحیدالله امیني هم څرګندوي:«ایران هېواد ډېر سخت تدابیر نیولي دي. د دې هېواد د نظامیانو له لوري پر افغان کډوالو ډزې کېږي او اجازه نه ورکوي، چې ایران ته دننه شي.»

بل خوا ځیني هېوادوال ایران ته د خپل تګ لامل په هېواد کې اقتصادي ستونزې او بېکاري بولي.

د کابل اوسېدونکی محمد صابر وايي:«زه ایران ته د کار او بار لپاره ځم، ځکه په افغانستان کې کار نشته او پرته له تګه بله لار نشته.»

د کابل بل اوسېدونکي محمد امین هم وویل:«ما درس ویل، خو له درسه څه جوړ نه شو. اوس مهال قصد لرم، چې ایران ته لاړ شم او هلته کار وکړم.»

د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول واي، چې هره ورځ د ځمکې له لارې شاوخوا ۵۰۰ کسان ایران ته سفر کوي.

د ټرانسپورټي شرکت مسوول نصیر احمد ارغندابي څرګندوي:«کله چې سرحدونه خلاص وي، نو شاوخوا ۵۰۰ کسان هره ورځ ایران ته د ځمکې له لارې ځي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ایران او پاکستان کې له ۶ مېلیون ډېر افغان کډوال د ژوند شپې او ورځې تېروي.

یو شمېر هغه افغان کډوال چې په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي وايي، چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه