Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د جاکټونو او یونېفورم د تولید د کارخونې پرانیستل

په کابل کې د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د «جاکټونو او یونېفورم» د تولید کار خونه پرانیستل شوه.

د دغې کارخونې مسوول وایي، چې دغه کارخونه په یوې ورځ کې د ۲۰۰ جاکټونو د تولید وړتیا لري او په مستقیمه توګه د ۱۰۰ تنو لپاره کاري زمینه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د دې کارخونې د دویمې برخې له پرانیستلو سره به، ښځو ته هم د کار زمینه برابره شي.

د کارخونې مسوول عبدالودو داوود وايي:«کابو یو لک (۱۰۰ زره) ډالرو پانګونه مو کړې ده او هڅه کوو چې پانګونه وکړو او د خپل د تولید کار ډېر مخته یوسوو.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې باور ده، چې د کورنیو محصولاتو ملاتړ د هېواد د اقتصادي ودې زمینه برابروي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«دغه جاکټونه چې اوس په افغانستان کې اوبدل کېږي او زموږ څه باندې ۵۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي. دا هم کلک دي او هم ګټور او هم ارزان دي.»

ورته مهال د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي، چې په بېلابېلو برخو کې د کورنیو پانګونو ملاتړ وکړي.

د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس قلندرزی وايي:«له حکومته زما غوښتنه دا ده چې په جدي توګه د دغې برخې ملاتړ وکړي. د کورنیو صنایعو، کورني صنعت ملاتړ دې وشي کورنی پانګوال پر موږ ټولو حق لري.»

د کانونو او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په بېلابېلو برخو کې نږدې پنځه زره کارخونې فعالیت کوي، چې یو شمېر دغه کارخونې د برېښنا د کموالي په ګډون په بېلابېلو علتونو تړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه