د لوګر د برکي برک ولسوالۍ اړوند د زقوم خېلو د هلکانو د منځني ښوونځي یوه زده کوونکي په خپل نوښت رنجر موټر او سکواټور جوړ کړي دي.
د اتم ټولګي دغه ۱۴ کلن زده کوونکی سید منصور نومېږي، چې تر خپلې ډېرې خوارۍ او فکر کولو وروسته توانېدلی، چې له بریا سره د ستاینې وړ دا نوښت وکړي.
نوموړي زده کوونکي رنجر موټر او سکواټور د لرګیو او کاغذي له تختو، پیچکاریو، کوچنیو پیپونو او د پلاستیکي موټرو له ټیرونو څخه جوړ کړی، چې د بېټریو په مټ د اصلي رنجر او سکواټور په شان هر ډول حرکت کولای شي.
د یادونې وړده، چې تر دې مخکې هم د لوګر د یو شمېر نورو ښوونځیو زده کوونکو ورته د ستاینې وړ نوښتونه کړي دي.