Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په سپین بولدک کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته

د کندهار د والي ویاند حاجي زید طلوع نیوز ته وايي چې په سپين بولدک کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې د اسلامي امارت یو پوځي وژل شوی دی.

د کندهار د والي ویاند زیاتوي چې په دغې نښته کې د اسلامي امارت څه کم لس ځواکونه ټپيان شوي دي.

ورته مهال د چمن سیمې یوه سرچینه طلوع نیوز تایید وي چې په نننۍ نښته کې یو پاکستانی پوځي هم ټپي شوی دی.

دغه سرچینه همدارنګه زیاتوي چې په دغې پېښه کې پنځه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د سپین بولدک ولسوالۍ امینه قومندان محمد هاشم وايي چې د اسلامي امارت ځواکونه او پاکستاني پوځیان نن یکشنبې له غرمې وروسته سره ښکېل شوي دي.

تراوسه د دغې نښتې علت معلوم نه دی.

له دې مخکې یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي و چې د سپین بولدک د بندر د دروازې ته څېرمه د یوه هاوان د لګېدو په پایله کې څلور تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په هغو ویډيوګانو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي چې ځينې ټپيان په چمن سیمه کې یوه روغتیايي مرکز ته لېږدول کېږي.

د سپین بولدک ولسوالۍ امینه قومندان محمد هاشم وايي چې د اسلامي امارت ځواکونه او پاکستاني پوځیان نن یکشنبې له غرمې وروسته سره ښکېل شوي دي.

Thumbnail

د کندهار د والي ویاند حاجي زید طلوع نیوز ته وايي چې په سپين بولدک کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې د اسلامي امارت یو پوځي وژل شوی دی.

د کندهار د والي ویاند زیاتوي چې په دغې نښته کې د اسلامي امارت څه کم لس ځواکونه ټپيان شوي دي.

ورته مهال د چمن سیمې یوه سرچینه طلوع نیوز تایید وي چې په نننۍ نښته کې یو پاکستانی پوځي هم ټپي شوی دی.

دغه سرچینه همدارنګه زیاتوي چې په دغې پېښه کې پنځه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د سپین بولدک ولسوالۍ امینه قومندان محمد هاشم وايي چې د اسلامي امارت ځواکونه او پاکستاني پوځیان نن یکشنبې له غرمې وروسته سره ښکېل شوي دي.

تراوسه د دغې نښتې علت معلوم نه دی.

له دې مخکې یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي و چې د سپین بولدک د بندر د دروازې ته څېرمه د یوه هاوان د لګېدو په پایله کې څلور تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په هغو ویډيوګانو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي چې ځينې ټپيان په چمن سیمه کې یوه روغتیايي مرکز ته لېږدول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه