Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش د بیا پیل غوښتنه کوي

د کابل اوسېدونکي وايي چې د پاسپورټ د نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې له ځنډ پرته د پاسپورټ د وېش بهیر بیا پيل شي.

دوی زیاتوي چې د پاسپوټ لرل د دوی بنسټيز حق دی او چارواکي باید په دې هکله جدي پاملرنه وکړي.

د کابل اوسېدونکی نسیم وايي:«په ټول کې د افغانستان د خلکو غوښتنه همدا ده چې د پاسپورټ ریاست ژر تر ژره پرانیستل شي.»

د کابل اوسېدونکې زهرا هم وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې د پاسپورټ ریاست دروازه د ټولو افغانانو لپاره پرانیزي.»

خو د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند وايي، ډېر ژر به د پاسپورټ ورکړې بهیر پیل شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن څرګنده کړه:«هیله شته او په دې دې برخو کې ځینې کارونه شوي دي؛ خو لاهم ځينې ستونزې شته چې ټيمونه په دې هکله کار کوي. کله چې ستونزې حل شي، موږ به د وېش بهیر پيل کړو.»

د روان کال د تلې پر شپاړسمه هېوادوالو ته د پاسپورټ ورکړې بهیر ودرېد او د پاسپورټ ادارې د دغې چارې لامل هم تخنیکي ستونزې په ګوته کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه