Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې ښځو ته د کاري زمینې برابرېدل

په هرات کې یوې مېرمنې د خوراکي توکو د تولید د یوه مرکز په جوړولو سره لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ډېری ښځې او نجونې چې په دغه تولیدي مرکز کې په کار ګومارل شوې دي، له ښوونځي محرومې شوې نجونې او بې سرپرسته ښځې دي.

نفس ګل جامي په ۱۰۰ زرو افغانیو خپل کاروبار پیل کړ، خو د لنډې مودې له تېرېدو سره یې خپل کاروبار پراخ کړی دی. اوس څه باندې ۱۰۰ مېرمنې د نوموړې د خوراکي توکو د تولید او چمتووالي په مرکز کې پر کار بوختې دي.

په دغه مرکز کې د هرات له مېوو او سبزیو، مربا، آچار او رب جوړېږي.

د خوراکي توکو د تولید او چمتو کولو مرکز مسووله نفس ګل جامي طلوع نیوز ته وايي:«ځينې اړمنې چې واقعاً د خپلو کورنیو سرپرستې دي هغوی کار ته اړتیا لرله هغه معاش چې له دې ځایه یې ترلاسه کوي له کورنۍ سره یې مرسته ده او کولای شي چې د خپلې کورنۍ نفقه ترلاسه کړي.»

دلته په کار بوختې ټولې مېرمنې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري. کومه تنخوا چې دوی یې له دې ځایه ترلاسه کوي، خپل ورځنی ژوند ورباندې مخکې وړي.

د هرات اوسېدونکې ظریفه رحماني څرګندوي:«موږ چې دلته راځو او کار کوو ډېرې خوشحاله یوو هم له اقتصادي پلوه او هم له روحي پوله له موږ سره مرسته کوي.»

د هرات بله اوسېدونکې توبا کریمي هم وايي:«موږ په کورنۍ کې اووه تنه یوو، خاوند مې کار نه شي کولای زه ډېره خوشحاله یم چې له دغو ښځو سره کار کوم د خپل کور لګښت له همدې ځایه پيدا کوم.»

نفس ګل جامي سږکال د لوېدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري د کال غوره متشبثې جایزه ترلاسه کړه. نوموړې توانېدلې په خپل کوچني کاروبار سره لسګونه نورو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله نرګس هاشمي څرګندوی:«مېرمن نفس ګل جامي د بي بي خدیجې جایزې چې د ښځو د سوداګرۍ خونې له خوا هر کال ورکول کېږي، ګټوونکې شوې او ټاکل شوې د بي بي خدیجې جایزه او ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې هم ترلاسه کړي.»

د دغه مرکز تولیدات د لوېدیځې حوزې پر ولایتونو سربېره؛ په کابل، کندهار، بلخ، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې هم پېرودونکي لري.

د لوېدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، وروستیو میاشتو کې په هرات کې د ښځو کاروبار بیا غوړېدلی او له ۳۰۰ زیاتو مېرمنو او نجونو سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه