Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د محمد اعظم رهنورد زریاب دویم تلین

د ۱۴۰۱ لمریز کال د لیندۍ ۲۰مه نېټه د پارسي ژبې حوزې د مشهور او نامتو ناول لیکوونکي محمد اعظم رهنورد زریاب له دویم تلین سره برابره ده.

رهنورد زریاب د افغانستان له معاصرو، پېژندل شویو او زیارکښو لیکوالانو څخه و چې له هغه په لسګونه ادبي اثار پاتې دي. استاد زریاب د خپل عمر یوه نیمه لسیزه یې د طلوع د خبر سلاکار او د متن سموونکی (اېډېټر) و.

 استاد زریاب څه باندې پنځوس کاله کلتور او دري ژبې ته کار کړی و. یو شمېر لیکوالان، رهنورد زریاب یو هڅاند او اغېزناک لیکوال ګڼي.
                       
تاریخ لیکوونکی نور احمد خالدي طلوع نیوز ته وویل:«هغه ناولونه او داستانونه یې لیکلي هغه کتابونه یې چې لیکل، مقالې یې چې لیکلې په زړونو کېناستې او خپل یې ځان ته حذب ول.»
                          
د شاعرانو او لیکوالانو د ټولنې غړی یحی چاووش هم څرګندوي:«د هغه نوم نه یوازې زموږ د هېواد د زرینو ادبیانتو کې لیکل شوی، د ایران، تاجیکستان او هندوستان په څېر هېوادونو په ادبیاتو کې هم په ښه والي سره یادېږي.»

رهنورد زریاب، نه یوازې په افغانستان بلکې د فارسي ژبي د حوزې په هېوادونو کې هم مینه وال لرل.

 ګلنار و آیینه، چار ګرد قلا ګشتم، شورشی که آدمی زاده‌ګکان و جان‌ورکان برپا کردند، قلندرنامه، کاکه شش پر و دختر شاه پریان، درویش پنجم او سکه‌ یې که سلیمان یافت، د رهنورد زریاب له مشهورو اثارو دي

رهنورد زریاب خپل لیسانس په کابل پوهنتون کې د ژورنالیزم په څانګه کې ترلاسه کړی و او ماسټري یې په همدې څانګه کې د برېتانیا له ویلز پوهنتونه ترلاسه کړې وه.

هغه پر انګلیسي او فرانسوي ژبې برلاسی و او په فلسفه، روان پېژندنې او ټولنپيژندنه کې یې ډېره مطالعه لرله.

رهنورد زریاب په ۱۳۹۹ کال کې د ۷۶ کالو په عمر په کابل کې ومړ او د شهدای صالحین په هدېره کې خاورو ته وسپارل شو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه