Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا ته د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر او سټراټېژیکه غونده کې ګډون

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن وايي چې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف چې امریکا ته یې سفر کړی دی، د بېلابېلو مسایلو په ځانګړې توګه په افغانستان پورې د اړوندو مسایلو په هکله به خبرې اترې وکړي.

دا سفر له هغه وروسته ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هکله د سیمې او نړۍ هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.
  
پتیل شوې ده چې د ازبیکستان دغه چارواکی به په خپل درې ورځني سفر کې له ځینو امریکايي چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په دې هکله وايي:«له ولاديمېر نوروف سره په درې ورځنۍ کتنه کې د افغانستان په تړاو د بحث لپاره ډېر مسایل لرو.»

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي  د امریکا له ازبیکستاني سیال سره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د  کتنې په تړاو داسې نظر لري:«موږ خو یو شی په ځلونو تکرار کړی دا دی چې موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او تعامل غواړو او هغه وضعیت چې کړکېچن وي د هېچا په ګټه نه دی.»

بل خوا د سیاسي چارو ځيني شنونکي په دې بارو دي، چې دغه کتنې د افغانستان پر اوسني وضعیت ښه اغېز کولای شي.
                          
د سیاسي چارو شنونکی ولي فروزان وايي:«دا ټول هغه تعاملات دي د دې لپاره چې شونې ده یو مشروعیت رامنځته شي، د رسمیت پېژندل رامنځته شي او دا تعاملات د بهرنیو مرستو لپاره کېږي.»
                          
د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب هم څرګندوي:«ازبیکستان تل خپلې اندېېښنې له روسیې سره هم شریکې کړې دي او د اوکراین په جګړه کې د روسیې له بوختېدو سره احساس کوي چې روسانو ماته خوړلې او باید له خپل لاپياوړي سټراټېزیک متحد چې امریکا دی له هغه هم استفاده وکړي.»

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر په داسې حال کې کوي، چې سبا د امریکا متحده ایالتونو او ازبیکستان ترمنځ د سټراټېژیک مشارکت د خبرو دویمه غونډه جوړېږي او د افغانستان موضوع به د دې غونډې له مهمو مسایلو وي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر په داسې حال کې کوي، چې سبا د امریکا متحده ایالتونو او ازبیکستان ترمنځ د سټراټېژیک مشارکت د خبرو دویمه غونډه جوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه