Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محرابي: د افغانیو د بانک‌نوټونو نوې کڅوړه به جنورۍ میاشت کې کابل ته ورسېږي

د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یو غړی وايي چې نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه د مناسبې تګلارې پر بنسټ به بازار ته داخل شي او دغه بانک‌نوټونه به د افغانیو پر ارزښت اغېز ونه کړي.

د مرکزي بانک غړی شاه محمد محرابي زیاتوي چې د افغانیو بانک‌نوټونو بله کڅوړه به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې به افغانستان ته ورسېږي.
 
 د افغانستان بانک د عالي شورا دا غړی چې د افغانستان د امانتي صندوق غړی هم دی، د مرکزي بانک د عالي شورا په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، هغه وايي چې په دغې غونډه کې، د مرکزي بانک د پولي او فعالیتونو د وضعیت په هکله خبرې اترې شوې دي.

د افغانستان بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي زیاتوي:«د هغو بانک‌نوټونو وروستۍ جوپه به چې د پولنډ د پیسو د چاپ د امنیتي شرکت له لورې چاپ شوي، د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته ورسېږي. د هغه تړون له مخې چې د فرانسې له «اوبرټور فیډیوشیري» شرکت سره شوی دی، د افغانیو نیمایي بانک‌نوټونه به د ٢٠٢٣ کال په مې میاشت کې او نیمایي نورې به یې د دغه کال په وروستیو کې افغانستان ته ولېږدول شي.»

بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې زړو بانک‌نوټونو یې ستونزې زیاتې کړې دي. دوی له اسلامي امارته غواړي، چې نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه بازار ته راوباسي.
  
د کابل اوسېدونکی محمد احسان وايي:«پیسې زړې شوې دي خلکو ته یې ډېرې ستونزې زېږولې دي د دې لپاره که چېرې موږ دغه پیسې له پېرودونکو واخلو کله چې بل کس ته یې ورکو هغوی وايي چې دا پیسې نه اخلو.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد محسن هم څرګندوي:«اسلامي امارت دې زړې پیسې ټولې او نوې پیسې دې ووېشي. دا زموږ لپاره ښه دی.» 

بل خوا د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په دې باور دي، چې د تازه چاپ شویو بانک‌نوټونو رالېږدول د نغدو پیسو د کموالي اوسنۍ ستونزې هوارولای شي.
 
د اقتصادي چارو شنونکي دریا خان بهیر وویل:«د افغانستان په پولي سیسټم کې د نویو بانک نوټونو تزریق او چاپ له اقتصادي پلوه ګټور پرېوځي او کولای شي چې د نغدو پیسو کموالی تر یوه کچې حل کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي هم څرګندوي:«په هغه صورت کې چې مرکزي بانک عرضه او تقاضا ته په پاملرنې سره وکړای شي دغه پیسې په مارکېټ کې د پیسو سیاست د یوه ځانګړي میکانزم پر بنسټ، چې البته د افغانیو د ارزښت په برخه کې ستونزې رامنځته نه شي، عرضه کړي.»

تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې ویلي دی، چې یو نیم میلیارډ نوي چاپ شوي بانکنوټونه افغانستان ته رارسېدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه