Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یو مېلیون افغانیو پر لګښت د ښځينه بڼ څلور لاره کې د ځمکې د کرې جوړول

د کابل ښاروالۍ د ښځينه بڼ څلور لاره کې د ځمکې کرې پر جوړولو څه باندې یو مېلیون افغانۍ لګولي دي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې د دغې پروژې لګښت د ښاروالۍ له عوایدو څخه ورکړل شوي دي.

غه نقشه چې اته متره اوږدوالی او سور لري او په هر ساعت کې ۱۲ زره څرخېږي، پرون سې شنبې په رسمي توګه پرانستل شوه.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال خالد سجستاني وویل:«د کابل ښاروالۍ له عمومي بودیجې څه باندې یو مېلیون افغانۍ باندې رغول شوې اوږدوالی یې اته مټره دی او سور یې هم اته مټره دی. په یوه ساعت کې ۱۲ ځله څرخېږي.»

د سیمې اوسېدونکي د څلور لارو پر ښکلولو خوښ دي او له کابل ښاروالۍ غواړي، چې د پلازمېنې د لا ابادولو او ښکلولو لپاره هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی بابی امیري وايي:«له ښاروال صاحب څخه غواړم، دوستانه هیله کوم د یوه هېوادوال په توګه، چې نورې څلور لارې او سړکونه هم جوړ کړي هر څه چې کوي هېواد دې اباد کړي.»

د کابل اوسېدونکی محمد صابر هم څرګندوي:«باید زموږ هېواد زرغون شي اباد یې کړي.»

د کابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې، د دولسو نورو څلورلارو پر جوړولو کار روان دی، چې ډير ژر به په بیلابیلو بڼو ورغول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه