Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غور کې د ملګرو ملتونو سازمان په همکارۍ د لسو روغتیايي مرکزونو فعالېدل

د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق د میندو او نوزېږو ماشومانو د مړینې د کموالي په منظور د غور ولایت په لرې پرتو برخو کې لس کوچني روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

ډاکټران او کارکوونکي په دغو روغتیايي مرکزونو کې ښځو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د کوچنیو روغتیايي مرکزونو د پروژې مسوول صدیق الله حسن زی وايي:«د پروژې موخه روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي زیاتوالی دی، د دې ترڅنګ په دغو کوچنیو روغتیايي مرکزونو کې خوندي زېږونونه هم ترسره کېږي.»

دا روغتیايي مرکزونه د غور ولایت په لرې پرتو سیمو کې چې خلک یې له روغتیایي خدمتونو محروم دي، جوړ شوی دي. د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې پنځلس روغتیایي مرکزونه جوړ کړي وو.

روغتیاپاله نازګل وايي:«د اشیانې دروازه د ناروغانو پر مخ پرانیستې ده هر څه چې زموږ له وسه پوره وي د ناروغانو په خدمت کې یې ورکوو.»

روغتیاپاله زهرا ابراهیمي هم وویل:«زموږ مراجعین زیات دي د ورځې امیندوارو ښځو په ګډون ۵۰ ناروغان مراجعه کوي.»

سږ کال د واورې او باران په اورېدو او د هوا په سړېدو سره، غور ولایت کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي. لا هم د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو ډېری اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

ناورغه حورا ګل وايي:«پخوان اړ کېدو چې موټر کرایه کړو او خپل ناروغان لوی روغتون ته یوسو اوس دلته (روغتیايي مرکز) ته راځو.»

د غور بل اوسېدونکی عبدالله طلوع نیوز ته وویل:«خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کوي او موږ ډېر خوشحاله یوو.» 

ورته مهال د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره همدارنګه هڅې روانې دي.

د غور د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق څرګندوي:«هڅه کوو چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه فعال شي او په غوره بڼه روغتیايي خدمتونه ترسره شي.»

غور د هېواد یو له سړو ولایتونو دی. د ژمي په موسم کې د واورو اورېدو او د هوا په سړېدو سره له مرکز فیروزکوه ښار سره د ډېریو ولسوالیو نښلېدونکې لارې بندېږي او خلک یې له روغتیایي خدمتونو بې برخې وي.

سږ کال د واورې او باران په اورېدو او د هوا په سړېدو سره، غور ولایت کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه