Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي د «نجونو ښوونځيو» له نشتوالي شکایت کوي

د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ځينې قومي مشران، د نجونو زده کړې مهمې ګڼي او له حکومته غواړي چې په دغې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي.

د دغو قومي مشرانو په وینا، تراوسه د ګیان په ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.
                
د ګيان ولسوالۍ قومي مشر سربلند وویل:«نجونې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، زموږ غوښتنه دا ده چې نجونې دې درس ووايي.»
              
د ګيان ولسوالۍ بل قومي مشر صبدار هم وايي:«موږ ډېره اړتیا لرو، په ګیان ولسوالۍ کې د نجونو هېڅ ښوونځی نشته.»

بلخوا په ګيان ولسوالۍ کې د بېلابېلو موسسو له لوري د نجونو لپاره شل لنډ مهاله ټولګي پرانيستل شوي، خو غوښتنه لري چې د دوی لپاره دې دایمي ښوونځي جوړ شي.
               
په ګيان ولسوالۍ کې د لنډ مهاله ټولګي زده کونکې شاهده وايي:«موږ غواړو چې په ګیان ولسوالۍ کې موږ ته ښوونځی جوړ شي.»
               
په ګيان ولسوالۍ کې د لنډ مهاله ټولګي بلې زده کونکې زليخا هم وویل:«په ګیان ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځی نشته، موږ غواړو چې درس ووایوو، موږ ته د ې دایمي ښوونځی جوړ شي.»  

په ګيان ولسوالۍ کې د نجونو ښوونکی عارف خان عرفان څرګندوي:«د کلي له خلکو وغوښتل شول چې ۳۰ نجونې د زده کړو لپاره واستوي، ډېری اوسېدونکي لېواله وو او له ډېرې خوشحالۍ سره یې خپلې نجونې راواستولې.»

له بل لوري د پکتيکا د پوهنې رياست مسوولين بيا وايي د بودیجې او تشکيل د کمښت له امله نه دي توانېدلي چې په ګيان ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي جوړ کړي، خو له ځينې موسساتو یې دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
              
د پکتيکا د پوهنې رييس ميرزا علي خان وايي:«له هغو بنسټونو چې د پوهنې په برخه کې له موړ سره همکاري کوي، غوښتي دي چې د ګیان، زیړوک او نکه په ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي جوړ کړي.»

له دې مخکې هم د پکتیکا ولایت اوسېدونکو له حکومته غوښتي وو چې د هلکانو د ښوونځیو لپاره معیاري ښوونځي جوړ کړي. هغوی ادعا کړې چې زده کوونکي په پرانیسته فضا کې په درس ویلو بوخت دي.

د ګيان ولسوالۍ د مشرانو او نجونو غوښتنې په داسې مهال مطرح کيږي، چې اسلامي امارت په هيواد کې له شپږم تولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې له کال زياته موده کيږي تړلې دي.

پکتیکا قومي مشران ښځې د ټولنې نيمه برخه بولي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د زده کړو برخه کې ورته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه