د تاجیکستان او پاکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ.
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان چې اسلام اباد ته په سفر تللی په افغانستان سوله او ټیکاو مهم ګڼي او زیاتوي چې، په دې برخه کې د پاکستان همکاري هم مهمه ده.
دا په داسې حال کې ده چې کابل تل ویلي، اوسنی حکومت ټول شموله دی او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل:«په ځورېدلي افعانستان کې تر ټولو ډېر د سولې او ثبات د رامنځته کېدو او په دې هېواد کې د ملي رضایت سره لېوالتیا لرو، په دې برخه کې په افغانستان کې د سیاسي او قومي اړخونو په ګډون د یو ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټینګار وشو په نړۍواله او سیمهییزه کچه مو هم د رغنده هڅو ملاتړ وکړ.»
اسلامي امارت و نه غوښتل، چې په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي؛ خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو له نورو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې لاسوهنه ونه کړي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي وايي:«د نظام جوړول، د حکومت جوړول، د ټولشموله حکومت جوړول زموږ د هېواد داخلي مسایل دي. اسلامي امارت د یو واقعي نظام او د خپل ولس د رښتیني استازي په توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې تصمیم نیسي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل له نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم بولي.
د سياسي چارو کارپوه زلمی افغانیار وویل:«که چېرې د افغانانو حکومت وي هغه به د نړۍ له ملتونو سره د وروڼو په څېر تګ راتګ به ولري چې دا ډېره مهمه ده.»
د سياسي چارو کارپوه صدیق منصور هم څرګندوي:«هر کله چې حاکمیتونه د ملتونو د غوښتنو پر بنسټ پر حکومتوالۍ ټينګ شي هغه د ټولو خلکو د حقونو تمثل کولای شي.»
تر دې مخکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګډون بېلا بېلو هېوادونو د ټول شموله حکومت جوړول، بشري حقونو ته درناوی، د ښځو کار او زده کړې، د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه ګڼلي دي.
په دې اړه مو اندونه