Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیرخان متقي: افغانستان به نور د زبرځواکو د سیالیو ډګر نه وي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې، اسلامي امارت به افغانستان د نړۍ د سیالۍ پر ډګر بدل نه کړي.

امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د کتاب مخکتنې په ناسته کې زیاتوي چې، بهرني سیاست کې دې داسې ګامونه نه پورته کېږي چې حکومت شاتګ ته اړ شي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی نوموړی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، له افغانستان سره تعامل وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي څرګنده کړه:«د اسلامي امارت سیاست دا دی چې افغانستان به نور د سترو ځواکونو د سیالیو په ډګر نه وي، که چېرې دلته سیالي وي هغه سیالۍ به مثبته وي او د دوه اړخیزو اړیکو او د ګټو پر بنسټ به وي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هېوادوالو ته د زده کړو او همداراز د کاري  فرصتونو د برابرولو په برخو کې اسلامي امارت مسوول ګڼي.

امیر خان متقي زیاتوي:«حکومتونه خپلو وګړو ته خواړه په خوله کې نه ورکوي بلکې زمینه ورته برابروي چې خپله سوداګر سوداګري وکړي، محصل تعلیم وکړي، بزګر بزګري وکړي او چلوونکی موټر وچلوي، هر څوک، تجار خپله سوداګري په ازادۍ او ډاډ سره وکړي، په هغه صورت کې به هېواد پرمختګ وکړي، موږ او تاسې باید دا زمینه مساعده کړو.»

امیرخان متقي همداراز ویلي چې، په بهرني سیاست کې باید په محتاط ډول ګام واخیستل شي او په وینا یې له هغو چاروچې د هېواد په ګټه نه دي باید مخنیوی وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه