د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې د پلازمېنې هوا د پخوا پرتله ډېره ککړه شوې ده.
د دوی په وینا، د چاپیریال ساتنې ملي اداره د ککړې هوا د کچې د مالومولو لپاره کافي وسایل نهلري.
د هوا د ککړتیا د کنټرول او تنظیم ریاست سرپرست محمد بصیر امین زیاتوي: «د هوا د ککړتیا او د هوا د ککړتیا د وضعیت له امله موږ یوازې یو سټیشن لرو چې د شپږمې ناحیې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په انګړ کې نصب شوی او په ۲۴ ساعتونو کې د هوا د کیفیت ګورو، خو دا اټکل د ټول کابل د هوا د وضعیت استازیتوب نهکوي.»
د مسوولانو په خبره، په کابل کې د خلکو له لوري د سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، پلاسټیکي او نور ورته د دغه ډول توکو سوځول د پلازمینې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
ورته مهال کابل ښاریان وايي چې د هوا د ککړتیا له امله په پلازمېنه کې د ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
د کابل اوسېدونکی شعیب وايي: «زموږ ډېری ښاریان ناروغه کېږي، سینه بغل کېږي او په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، موږ له اوسني حکومت غوښتنه کوو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی احمد یوسف زیاتوي: «په کابل ښار کې هوا ډېره ککړه وي، زه هم دې هوا ناروغ کړی یم.»
له دې سره سم، کابل ښاروالي وايي، د پلازمینې په بېلابیلو برخو کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره د فلترونو د نصبولو په تړاو یې څېړنې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی زیاتوي: «موږ ۲۸۰۰ کورونه وکتل چې له دې ډلې ۱۸۰۰ یې مرکز ګرمي نه درلوده، خو ۱۰۰۰ نورو یې مرکز ګرمي درلوده او له دې ډلې یې ۵۰۰ فلټر درلوده.»
د چاپېریال ساتنې کارپوه سید قیوم هاشمي وايي: «کله چې له اقتصادي اړخه د کمزورو خلکو لاس ته د ډبرو سکرو کارول وغورځېږي، د هوا ککړتیا باعث ګرځي.»
د نړۍوالو د ارزونو له مخې، د نړۍ په کچه کابل د هغو پلازمینو په ډله کې ده چې، هوا يې ډېره ککړه ده.
په دې اړه مو اندونه