Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سپین بولدک-چمن لارې نښتو ته د اسلامي امارت غبرګون

د سپین بولدک-چمن له نښتو وروسته د ملي دفاع وزارت وايي، د جګړې لپاره بهانې لټول د هیڅ لوري په ګټه نه‌دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند په وینا جګړه د حل لاره نه‌ده او دغه ډول ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: «د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د پاکستاني عسکرو له لوري د ډزو له پیلولو جګړه رامنځ‌ته شوه، د دفاع وزارت مشرتابه تل په‌دې ټینګار دی چې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي د جګړې لپاره بهانې لټول د هیڅ لوري په ګټه نه‌دي.»

له دې سره سم، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغې پېښې په تړاو یې په اسلام‌اباد کې د افغانستان استازی غوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «پاکستان په سپین بولدک- چمن سیمه کې وروستۍ پېښې چې، د افغان سرحدي ځواکونو له لوري رامنځته شوي او ورسره ځاني او مالي تاوان هم اوښتی، غیر قانوني بولي او هغه غندي. د ولسي وګړو ساتنه د دواړو لورو مسوولیت دی او د دغه ډول پېښو د بیا رامنځته کېدو مخه باید ونیول شي. پاکستان له افغانستان سره د دوستان اړیکو ساتنې ته ژمن دی او د پاکستان او افغانستان تر منځ سوله د دغې موخې لپاره مهمه ده.»

د سپین بولدک- چمن سیمه کې تر جګړې وروسته اوس دغه لاره د مسافرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه ده. د چمن سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې له ناڅاپي جګړو نور تر پوزې راغلي دي.

د چمن اوسېدونکی ویس وايي: «مسافر چې له دې لارې ځي، ډېر ستړي وي، دوی کراچۍ او کویټې ته ځي، مور له زوی څخه ورکه وي، پلار او اولاد سره بېل شي، دلته یو ناورین يې؛ن نو زموږ غوښتنه دا ده چې دا ناڅاپي جنګونه دې بند شي.»

د چمن یو بل اوسېدونکی احمد ظاهر زیاتوي: «د تېرې یک‌شنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ دوه ځلي جنګ رامنځ‌ته شوی و، زیات تلفات په‌کې عامو خلکو ته اوښتي وو، د چمن په سیمه کې د یک‌شنبې په ورځ اته نفره او پرون یو نفر ژوند له لاسه ورکړی و او تقریباً تر پنځه دېرش زیات ژوبل شوی دي.»

له دې سره سم، د چارو ځينې شنونکي د ډيورند پر فرضي کرښې د رامنځ‌ته شویو جګړو لامل د پاکستان د سرحدي ځواکونو له لوري تخطۍ ګڼي او وايي، که دغه ډول نښتې دوام وکړي؛ نو ورسره به د کابل او اسلام آباد تر منځ واټن ډېر شي.

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: «د افغانستان او پاکستان د پوله‌ساتو ځواکونو تر منځ جګړې تل د پاکستان د تېروتنو له کبله رامنځ‌ته کېږي او دوی د کرزي او غني د حکومتونو پر مهال د افغانستان خاورې ته څو کېلو مټره راغلي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې اغزن سیم لګولی دی.»

د سیاي چارو کارپوه جنت فهیم چکری زیاتوي: «که دا ډول جګړې ډېرې شي، د دې باعث کېږي چې دواړه هېوادونو د یو بل پر وړاندې د خپلو پرېکړو په اړه له سره کتنه وکړي.»

په تېره یوه میاشت کې په سپین بولدک-چمن او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ ۳ ځلي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه