Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د افغانستان په تړاو راپور خپروي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د ډسمبر پرشلمه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ۲۰۲۲ زیږدیز کال وروستۍ راپور خپور کړي او ټاکل شوې ده د یوناما رییسه رزااوتونبایوا په دغې غونډه کې وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، چې افغانستان باید د نړۍوالو معیارونو په تېره بیا، له مجازاتو نه د معافیت په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي:«ټاکل شوې، ملګري ملتونه د ډسمبر میاشتې پر شلمه د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل وروستی راپور خپور کړي او راپور به چې په افغانستان کې د یوناما د مشرې رزا اوتونبایوا له لوري وړاندې کېږي، په ژوندۍ بڼه خپور شي.» 

خو اسلامي امارت وایي، چې د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی.
                  
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله  مجاهد څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت د بشري حقونو او ځينو نورو نړۍوالو سټنډردونو د مسایلو په هکله په خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی خو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې.»

بل خوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي په دې تړاو داسې نظرونه لري.
                 
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:«په افغانستان کې د بشري حقونو، د خراب اقتصادي وضعیت، او نورو برخو د ښه والي لپاره چې نړۍواله ټولنه یې په هکله اندېښنه لري، هغو ته دې رسېدنه وشي چې نړۍواله ټولنه له سلیقه يي چلن پرته له افغانستان سره کار وکړي او د اوسني وضعیت له ښه والي سره همکاري وکړي.»
                    
د سیاسي چارو شنونکي احمد منیب هم وویل:«انټونیو ګوټرش هڅه کوي چې د خپلو راپورونو په استفادې، په کله اوسنی حاکمیت تر فشار لاندې راولي.»   

تر دې وړاندې یو شمېر هېوادونو او بنسټونو په تېره بیا ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت په وار وار دغه اندېښنې رد کړي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې بشري حقونه تر بل هر وخت خوندي شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه