Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حسن کاظمي قُمي افغانستان کې د ایران سفیر وټاکل شو

کابل کې د ایران سفارت سلاکار عباس بدري‌فر طلوع نیوز ته وايي چې حسن کاظمي قُمي افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه معرفي شوی دی او ټاکل شوې ده چې د اداري کارونو له پای وروسته افغانستان ته راشي.

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی دی، چې په کابل کې د دغه هېواد د سفیر بهادر امینیان ماموریت پای ته رسېدلی او د خپل درې کلن کار له پای ته رسېدو وروسته به ایران ته ستون شي.
                            
په کابل کې د ایران سفارت سلاکار عباس بدري فر وویل:«جناب ښاغلی کاظمي قُمي د استازولۍ د نوي رییس په توګه ګومارل شوی چې د اداري تعیین شویو پړاونو له کچ کولو وروسته، افغانستان ته راځي او د استازولۍ د رییس په توګه خپل کار پيل وي.»

د سیاسي چارو شنوونکي په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه د حسن کاظمي قمي ټاکل کېدل د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره مهم ګڼي.

د نړۍوالو چارو شنوونکی جاوېد سنګدل وايي:«ایرانیان فکر کوي چې هڅه کوي داسې کسان یا شخص معرفي کړي چې له افغانستان سره بلدتیا ولري او وکړای شي د دوستۍ او پالیسیو له لارې هغه سټراټېژۍ چې د افغانستان په هکله یې لري، طبیق کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج هم وویل:«کولای شي چې د دوو هېوادونو او د دوو دولتونو اړیکې او د کډوالو ستونزو حل او همدارنګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې دوی ښه ونډه او مثبت او ښه رول ولري.»

په دې لړ کې اسلامي امارت په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه د حسن کاظمي قُمي د ټاکل کېدو هرکلی کوي.
   
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«موږ په دې باور یوو چې دا نوی بدلون به ان شاالله د دواړو هېوادونو ګټور وي، په دې هکله موږ کومه ملاحظه نه لرو او یوه هېواد حق لري چې خپل سفیر بدلوي دا د هغه هېواد کار دی خو موږ د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې ګڼو او ان شاالله چې دغه اړیکې به خوندي وي.»

تر دې وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴مه، حسن کاظمي قُمي د یوه ایراني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل.

دغه ایراني ډپيلوماټ هرات کې د ایران په کونسلګرۍ کې هم دنده ترسره کړې ده.

تر دې وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال پر ۲۴مه، حسن کاظمي قُمي د یوه ایراني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه