Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د استازولۍ په هکله د ملګرو ملتونو سازمان نوې پرېکړه

د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې د جمعې ورځې په غونډه کې د افغانستان په ګډون د درېیو هېوادونو د دایمي استازو په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه.

د دغه سازمان د اعتبار ورکړې کمېټې رییسه وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او دوه نورو هېوادونو د معرفي شویو دایمي استازو د منل کېدو د څرنګوالي په تړاو به د دغه سازمان په ۷۷مه غونډه کې چې، د راتلونکي کال په سپټمبر کې جوړېږي، پرېکړه وشي.

د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېتې رییسه کارولین روډریګز بېرکټ وايي:«موږ د افغانستان، میانمار او لېبیا د استازولیو په تړاو تر اوسه دوه ځلي مکاتبې درلودې او د دغو هېوادونو د استازولیو په تړاو ملاحظات مو وځنډول. کمېټې پرېکړه کړې چې، د دغو درېیو هېوادونو د استازو د منل کېدو څرنګوالي په تړاو موضوع به د عمومي مجمعې په ۷۷مه غونډه کې بحث ته وړاندې شي.»

د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت د استازي نه منل کېدل نا عادلانه بولي او وايي چې، دغه سازمان باید د افغانستان د استازولۍ څوکۍ د اوسني حکومت او افغان ولس استازي ته وسپاري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې دغه وضعیت بدلون وکړي ځکه دا د افغانستان د خلکو په حق کې انصاف نه دی. د افغانستان د خلکو څوکۍ د ملت حق دی، هغه حاکمیت چې دلیت دی حق لري چې هلته څوکۍ خپله کړي او څوکۍ ورته وسپارل شي او که چېرې هغه د یوه کس په نوم ساتي هېڅ مفهوم نه لري، اصلاً د تعحب وړ ده چې په ملګرو ملتونو سازمان کې یو کس له دې پرته چې استازیتوب وکړي د هغه هېواد څوکۍ ونیسي.»

د عمومي مجمعې له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرستي تر یوه بل کال پورې اوسني سرپرست نصیر احمد فایق ته وسپارل شوه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل:«د باور ورکړې کمېتې رییسې د نوموړې کمېټې د پرېکړو راپور عمومي مجمعې ته وړاندې کړ او عمومي مجمعې د رایو په اتفاق سره د بارو ورکړې کمېټې پرېکړه تصویب کړه.»

خو د چارو ځينې شنوونکي بیا په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«تر ټولو لوی خطر دا دی چې خدای مه کړه دا څوکۍ یوه ورځ وځنډول شي یعنې نه ده ته ورسېږي او نه هم هغه ته. چې هغه د نړۍ په هېڅ ځای کې د هېڅ افغان په ګټه نه دی او ښه لار دا ده چې په کابل کې ریفورمونه وشي.»

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالملک افغان هم څرګندوي:«هغه وخت به ملګرو ملتونو ته ورکړل شي چې د افغانستان سرپرست حکومت نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي د افغانستان د خلکو حقونه افغانانو ته ورکړي.»

افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب تر لاسه کړ او له هغه وخته تر اوسه یې دغه سازمان ته شاوخوا ۱۳ استازي معرفي کړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړنی دایمي استازی محمد کبیر لودین و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه