د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست وایي، اسلامي امارت له نړۍ سره تعامل ته چمتو دی، خو نړۍ نباید له اوسني حکومته د معاملې غوښتنه ولري.
خالد حنفي زیاتوي: «اسلامي امارت دې ته قایل دی چې موږ او تاسو له نړیوالو سره د تدبر او خبرو له لارې تعامل ولرو. البته د اسلام دین خلاف هېڅ وخت اسلامي امارت چمتو نهدی چې موږ او تاسو معامله وکړو.»
د اسلامي امارت دغه چارواکي د پروان له سیمهییز مسوولینو سره د لېدنې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو پر شل کلونو کړنو هم نیوکه وکړه.
د امر بالمعرف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي وايي: «تاسو ووایئ چې څه ګناه وه، بشر حقونه چېرته و، دا دومره یتیمان، معیوبان د کومو دلایلو او منطق لپاره، نړیوال چېرته وو؟»
په همدې حال، د پروان والي وایي، هغه هېوادونه چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر و نهلري، د اسلامي حکومت په توګه نه شميرل کیږي.
د پروان والي عبیدالله امینزاده وايي: «د حکومت پرېکړه چې د شریعت احکامو پر بنسټ نه کېږي او په هغه نظام کې امر بالمعروف نه وي، که دا حکومت د مسلمان هم وي، خو اسلامي حکومت ورته نهشو ویلی.»
د پروان د والي مرستیال محمد ادریس انوري وايي: «که زموږ په مقابل کې یو تاریخي او لکه د فرعون په څېر د الله مشخص دښمن هم وي، موږ او تاسو باید د ښو اخلاقو له مخې نرم چلند وکړو.»
د پروان امنیه قومندان عزیزالله عمر زیاتوي: «شل کاله یې د هغوی په ذهنونو کار وکړ، په دې ریاست کې د هغوی ذهنتونو روښانه کولو لپاره لا ډېرو علماوو ته اړتیا ده.»
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست په وینا، د اسلامي امارت مشر په خپل نوي فرمان کې ویلي هیڅ څوک نهشي کولای چې خپله ځوانه لور په جبر او فشار واده کولو ته اړه کړي.
په دې اړه مو اندونه