Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد ته د کډوالو په راستنېدو د اسلامي امارت ټینګار

د کډوالو نړیوالې ورځې (۱۸م ډېسمبر) په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الورزا اداري مرستیال وايي، اوس په افغانستان کې امنیت خوندي دی او افغانان باید هېواد ته راستانه شي.

عبدالسلام حنفي د نړۍ له هېوادونو او پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډ و نه ګرځي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «که چېرې ځیني کسان د بد امنیتي وضعیته له امله له افغانستانه بهر ته تللي وي، نو زما ورته پیغام دا دی، چې خپل هېواد ته راستانه شي، ځکه افغانستان د ټولو ګډ کور دی.»

له بل لوري، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست زیاتوي، اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو هوارولو ته ژمن دی. د سرپرست حکومت د کابینې دا چارواکی د نړۍ له هیوادونو غواړي، چې د افغانستان د کډوالو حقونه مراعت کړي.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني زیاتوي: «مهاجر چي له کوم حق نه په بهر کې کړېږي، ستونزو ته او اسناد نه لري. دوی سره باید همکاری وکړي او حقوق يې ورکړل شي.»

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی وايي: «دغه وزارت د خپل وظیفه وي مسوولیت په توګه هڅه کوي، چې افغان مهاجرین په خپله خوښه او عزت سره هېواد ته راستانه کړي.»

د کډوالو نړیوالې ورځې سره هم‌هاله یو شمیر کډوال چې هېواد ته ستانه شوي، له بد اقتصادي حالته او وزګارۍ شکایت لري.

هېواد ته راستون شوی کډوال عبدالرحیم وايي: «له امارت اسلامی مې هیله دا ده، چې موږ ته په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره کړي، ترڅو خپل هېواد کې کار وکړو.»

هېواد ته راستون شوی کډوال توریالی وايي: «په افغانستان کې بیکاري ده، کار او بار نشته دی او بې وزلي ده.موږ اړ یو، چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شوو.»

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته تراوسه له یو میلیون ډير کډوال افغانستان ته ستانه شوي او د افغانستان له اوو میلیونو ډیر کډوال د سیمې او نړۍ په هیوادونو کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه