Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوداګرۍ وزارت: په تېر یو کال کې ۱۵۰ بهرنیو پانګه‌والو جوازونه تر لاسه کړي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې ۱۵۰ بهرنیو پانګه‌والو د پانګونې جوازونه تر لاسه کړي دي.

د دې وزارت ویاند وايي، د پانګه‌والو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي او د چین، روسیې، امریکا، انګلستان او عربي هېوادونو ډېری پانګه‌وال په افغانستان کې پانګه‌ونې ته لېواله دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام  ویاند زیاتوي: «شاوخوا ۱۵۰ بهرني شرکتونه راغلي په افغانستان کې یې پانګه‌ونه کړې ده. ډېری دا شرکتونه د چین، روسیې، انګلستان او امریکا دي او همداراز یو شمېر عربي شرکتونو هم پانګه‌ونه کړې ده.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «د افغانستان خلکو ته برق ضرورت دی. د افغانستان خصوصي سکټور او خلکو باید الهام واخلي او خپله لاس په کار شي.»

بل‌خوا، اقتصاد وزارت وایي، د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پانګه‌ونې د هېواد د اقتصاد په ودې او پراختیا کې مثبت اغېز لري او هېوادوالو ته د کار زمینه برابروي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: «اوس‌مهال ښه امنیت، د اداري فساد لمن ټولېدو او ملاتړو تسهیلاتو په هېواد کې بهرنۍ پانګه‌ونې ته بشپړه زمینه برابره کړې ده.»

له دې سم سو، یو شمېر بهرني پانګه‌وال چې په افغانستان کې یې پانګه‌ونه کړې ده، وایي، باید اسلامي امارت یې امنیت خوندي کړي.

د چینا ټاون شرکت رییس یومینگهوي وايي: «شل کاله کېږي چې په افغنستان کې مې پانګه‌ونه کړې ده. په لومړي سر کې مې باکیفیته چینایي توکي افغانستان ته واردول، وروسته مې د وسپې د ویلي کولو په یوې کارخونه کې پانګه‌ونه وکړه. تر اوسه ما په افغانستان کې شاوخوا پنځه مېلیونه ډالره پانګونه کړې ده.»

له دې وړاندې د ریاست الوزار اقتصادي کمېسیون په بهر کې له ټولو افغان پانګه‌والو غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې پانګه‌ونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه