Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیو واکسین وروستی پړاو؛ ۷ مېلیونه ماشومان به واکسین شي

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په روان زیږدیز کال کې د پولیو د واکسین وروستی پړاو د کابل په ګډون د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې پیل شو.

‍د دغه وزارت د چارواکو په وینا دغه کمپاین به څلور ورځې روان وي او اوه مېلیونه ماشومان به واکسین شي.
                     
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین چې نن دوشنبې پيل شو، څلور ورځې به دوام وکړي او د هېواد په شپږ ویشتو ولایتونو کې به اوه مېلیونه ماشومان واکسین شي.»

ورته مهال د کابل یو شمېر اوسېدونکي پر دغه بهیر خوښ دي.
                     
د کابل اوسېدونکی پرویز وايي:«د ماشومانو د پولیو واکسین چې ماشومانو ته ورکول کېږي او واکسیناټوران راځي ماشومان واکسین وي موږ ترې خوښ یوو.»
                  
د کابل بل اوسېدونکي عبدالمجید هم وویل:«موږ له عامې روغتیا وزارته ډېره خوشحاله یوو چې زموږ ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین کويي او زموږ د ماشومانو پر فلج د اخته کېدو مخنیوی کوي، موږ ډېر خوښ یوو.»

بل خوا په کابل ښار کې واکسیناتوران کوڅه په کوڅه ګرځي او له خلکو غواړي چې په دې بهیر ورسره مرسته وکړي.

 دوی پر خلکو غږ کوي، چې خپل ماشومان په دوامداره توګه واکسین کړي څو د ماشومانو د ګوزڼ له ناروغۍ خوندي وي.
                 
واکسیناتوره اسما وايي:«په خپله مرض چې دی فوق العاده یو شدیده ناروغي ده د ماشومانو فلج کوونکې او وژونکې ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي.»

بله واکسیناتوره زرمینه هم څرکندوي:«موږ له کورنیو غواړو کله چې د دوی کورونو ته ورځو په ډېرې راحتۍ سره خپل ماشومان دې راولي او له موږ سره دې همکاري وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په روان کال کې د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، پروسږکال د ماشومانو د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې او په ۲۰۲ زیږدیز کال کې ۵۶ پېښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پروسږکال د ماشومانو د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې او په ۲۰۲ زیږدیز کال کې ۵۶ پېښې ثبت شوې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه