Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سالنګ تونل اورلګېدنې درنه مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

د سالنګ تونل د اور لګېدنې په پېښه کې چې د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۶مه) رامنځته شوې وه ۳۱ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په دې پېښه کې ۳۱ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
     
د عامې روغتیا وزارت ویاند شراف زمان امرخېل وویل:«زموږ هغه هېوادوال چې په لومړي سره کې بند او ایسار پاتې وو، هغه تقریباً له ۴۰ څخه پورته وو چې هغه ژغورل شوي دي. او اوس کوم جسدونه چې راویستل شوي وو تر سهاره پورې تقریباً ۳۱ شاوخوا کې وو.»

د ټولګټو وزارت د اطلاعاتو له مخې، اوس مهال د سالنګ په تونل کې دننه اورلګېدنه کابو شوې او د تونل په منځ کې د پاکارۍ له امله د سالنګ لویه لار د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند  حمید الله مصباح څرګنده کړه:«اوس تونل کې د پاتې شونو توکو د پاک کارۍ کار جریان لري او لار د ټرافیک پر مخ تړلې ده، له ګرانو هېوادوالو هیله کوو چې د ټولګټو وزارت تر بلې خبرتیا له دغې لارې تګ راتګ ونه کړي.»

بلخوا د سالنګ تونل د بندېدو له امله له دغې لارې د تېرېدونکي ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د دغه تونل د خلاصون په تمه دي.
       
بند پاتې شوی کس عبدالحفیظ وايي:«یوه شپه او ورځ کېږي چې بند پاتې یوو، موږ سره ښځې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي بند پاتې دي. په تمه یوو چې زموږ لار څخه وخت خلاصېږي چې کور ته ولاړ شو.»

د دوشنبې پر سهار، د دفاع وزارت عملیاتي ډلې هم د پېښې ځای ته ورسېدې او له زیانمنو سره د مرستې لپاره لاس په کار شوې ده.

یو شمېر ایسار پاتې کسان د سالنګ په تونل کې د اکسېجن د نشتوالي له امله بې هوښه شوي دي. دفاع وزارت وایي، چې د تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي لباره یې تونل ته طبي مرستې لېږدولي دي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارز مي وايي:«په سلګونه مجاهدین چې په دواړو لورو کې موجود وو خپل کار یې رسماً پیل کړ او ډېر شمېر ټپيان یې لېږدولي او هغه روغتیايي ډله چې له دفاع وزارته تللې وه، له اکسیجن، لومړنیو توکو او نورو هغو شیانو سره سمبال چې هلته ورته اړتیا وه ځانونه یې سیمې ته رسولي دي.»

د ټولګټو وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې، تر اوسه د ګازو او د ډبرو د سکرو دیارلس هغه موټر چې اور یې اخیستی و، د سالنګ تونل له منځه را ایستل شوي دي.

ځایي اوسېدونکو ویلي دي، چې د تېلو د ټانکرونو د چاودېدو له امله د سالنګ تونل د یوې برخې چت راپرېوتی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه