Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وروستیو شخړو په تړاو کابل ته د یوه پاکستاني پلاوي سفر

په چمن کې یو شمېر سیمه ییز چارواکي وايي چې ټاکل شوې د دغه هېواد د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او تمه ده چې د اسلامي امارت له چارواکو سره په فرضي کرښه د شخړو په اړه خبرې وکړي.

د دغه پلاوي، ځينې غړي وايي، چې له افغان چارواکو سره به د سپين بولدک - چمن په دروازه د وروستيو رامنځته شويو نښتو په اړه خبرې اترې وکړي.

پاکستاني رسنيو د دغه پلاوي د غړو شمېر څلور تنه ښودلی؛ خو د پلاوي غړي وايي، چې د دغه پلاوي په جوړښت کې شاوخوا ۲۰ تنه حضور لري.

د پلاوي غړی سردار برات وايي:«موږ ځو افغانستان ته. په افغانستان کې هغوی هم زموږ وروڼه دي. لکه والي صېب او نور مشران. له هغوی سره موږ په دې اړه خبرې کوو، چې هره ورځ دروازه بنده وي، جنګ وي.»

د پلاوي بل غړی حاجي عبدالشکور هم څرګندوي:«يا دې خوا ته کسان زخميان شوي، يا هغوی ته زخمیان او شهيدان شوي. نو په همدې اړه موږ له هغوی سره خبرې کوو.»

دا پلاوی داسې مهال افغانستان ته د سفر تکل کوي، چې په وروستۍ يوه میاشت کې د بولدک - چمن پر دروازه د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ دوه ځلې نښتې شوي ده.

د سياسي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې ديني عالمان کولای شي، د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.

پاکستانی خبريال طاهر خان وايي:«یو پیچلی غوندې حالت و، د دواړو خواوو مشران نه کېناستل. نو ځکه بيا دا سوچ و دلته، چې يو پلاوی دې د ديني عالمانو او قبایلو مشرانو ولېږل شي. هدف يې هم همدا دی، چې څنګه دا حالت نارمل شي."

د سياسي چارو شنونکي اجمل سایس هم وویل:«د ستونزو د هواري لپاره باید اساسي کار وشي؛ تر څو د افغانستان خلک په راتلونکي کې له پاکستان سره د سرحدي ستونزو شاهد نه وي.»

کابل او اسلام آباد تر اوسه په رسمي ډول افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم پاکستان د ديني عالمانو يو پلاوی، د پاکستاني طالبانو د تحريک او د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره افغانستان ته لېږلی و.

خو تر اوسه کابل او اسلام اباد په رسمي ډول د دغه پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه