Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي لپاره له نړۍ څخه د حقاني غوښتنه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د «مرکز او ولایتي واحدونو ترمنځ د همغږۍ ناسته کې» د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغان کډوالو له زنداني کولو لاس په سر شي.

د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي چې د نړۍ هېوادونه باید افغان کډوال په اجباري توګه ونه باسي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه:«دا تمه لرو او له هغوی غواړم چې له دغو وروڼو سره ښه چلن وکړي او هغوی ونه ځوروي.»

بل خوا یو شمېر افغان کډوال زیاتوي، په ایران، پاکستان او ترکیه کې له افغان کډوالو سره جدي چلن کېږي او اسلامي امارت د دې ستونزې د حل لپاره باید له هېوادونو سره خبرې وکړي.

کډوال ظاهر څراغ وویل:«د افغانستان له واکمنو غواړم په هغو هېوادونو کې چې افغان کډوال به بد وضعیت کې دي، له ډپيلوماټيکو لارو، دغه ستونزې حل کړي.»

بل کډوال احمد فیصل نظامي وايي:«په پاکستان، ایران او ترکیه کې زموږ هېوادوال له ستونزو سره مخ دي. هغوی د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله ځورول کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.»

ډېری افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، یو زرو او پنځه سوه افغان کډوال د پاکستان په بندخونو کې بندیان دي، چې د بندیانو په دې ډله کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي چې د نړۍ هېوادونه باید افغان کډوال په اجباري توګه ونه باسي.

تصویر بندانگشتی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د «مرکز او ولایتي واحدونو ترمنځ د همغږۍ ناسته کې» د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغان کډوالو له زنداني کولو لاس په سر شي.

د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي چې د نړۍ هېوادونه باید افغان کډوال په اجباري توګه ونه باسي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه:«دا تمه لرو او له هغوی غواړم چې له دغو وروڼو سره ښه چلن وکړي او هغوی ونه ځوروي.»

بل خوا یو شمېر افغان کډوال زیاتوي، په ایران، پاکستان او ترکیه کې له افغان کډوالو سره جدي چلن کېږي او اسلامي امارت د دې ستونزې د حل لپاره باید له هېوادونو سره خبرې وکړي.

کډوال ظاهر څراغ وویل:«د افغانستان له واکمنو غواړم په هغو هېوادونو کې چې افغان کډوال به بد وضعیت کې دي، له ډپيلوماټيکو لارو، دغه ستونزې حل کړي.»

بل کډوال احمد فیصل نظامي وايي:«په پاکستان، ایران او ترکیه کې زموږ هېوادوال له ستونزو سره مخ دي. هغوی د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله ځورول کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.»

ډېری افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، یو زرو او پنځه سوه افغان کډوال د پاکستان په بندخونو کې بندیان دي، چې د بندیانو په دې ډله کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه