Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ټینګار

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر ښه والي په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو او کار حقونو ته پر لاسرسي ټينګار کړی دی.

انټونیو ګوټرش په یوې خبري غونډه کې د اسلامي امارت له مشرانو غواړي، چې په اوسني حکومت کې د ټولو قومونو استازو ته ونډه ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په دې هکله وویل:«څو روښانه شیان شته چې باوري یوو طالبان یې باید د نړۍوالې ټولنې د ګټو او هم د افغانستان د ګټو پر بنسټ عملي کړي. هغه څه چې هغوی یې باید د افغانستان د واک په جوړښتونو کې شامل کړي، دا دي چې بېلابېل قومونه باید په حکومت کې استازي ولري. دویمه برخه په بشري حقونو او د ښځو او نجونو په حقونو پورې اړوند ده. د کار لپاره د ښځو حق او په ښوونځي کې د حضور لپاره د نجونو حق باید په ټولو سیمو کې له تبعیض پرته ورکړل شي.»

بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر په هېواد کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د افغانستان پر وړاندې د ایران پر مسوولانه چلن ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په د تهران د خبرو په درېیمه مجمع کې وایي، چې د ټولګډونه حکومت په جوړېدو سره به په افغانستان کې د دایمي امنیت او ټيکاو لار هواره شي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:«موږ باور لرو، په افغانستان کې د ټيکاو او دایمي امنیت لار د دغه هېواد د خلکو د پرېکړې او غوښتنې له لارې او د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو برابرېږي.»

بل خوا د اسلامی امارت د ویاند مرستیال اوسنی حکومت ټولګډونه ګڼي او د ستونزو د حل کولو لپاره پر هڅو ټينګار کوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د حکومت او نظام جوړښت اوس پراخ بنسټه دی او د اسلامي امارت چارواکي د دې په څه کې دي چې په ټولو برخو کې موږ په بشپړه توګه ستونزې ونه لرو.»   

خو د سیاسي چارو شنونکي په دې تړاو بیلابیل لید لوري لري.
 
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هلکه وايي:«غواړي چې د افغانستان خلک دغه ټولې پرګنې، په هغو بنسټونو کې چې په افغانستان کې موجودې دي، هغوی باید ګډون ولري له دې امله فکر کوم ډېر کم کار شوی دی.»

نړۍواله ټولنه د افغانستان د سرپرست حکومت رسمیت پېژندل د ټولګډونه حکومت په جوړېدو، د بشري حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو د حقونو په خوندیتوب او د ترهګرو له لوري  د سیمې او نړۍ پر وړاندې د افغانستان له خاورې په نه کار اخیستو پورې تړلې بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه