د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د انسجام او همغږۍ رییس محمد حنیف ناشر د خپلې کورنۍ له څلور غړو سره د سالنګ تونل په اورلګېدنه کې مړه شوي دي.
د محمد حنیف ناشر خپلوان وايي چې ښاغلی ناشر له خپلې مېرمنې او درېیو اولادونو سره له کندوزه کابل ته پر لور روان و، چې د سالنګ تونل په اورلګېدنه کې بند پاتې شو او ټولو ژوند بایلود.
د محمد حنیف ناشر ورور عارف ناشر وايي:«موټر دوه قطاره وو او کله یې چې اور یې لیدلی و ځان یې له موټره اچولی و؛ خو ژغورل شوی نه و.»
د محمد حنیف ناشر بل ورور ظریف ناشر هم وویل:«ورور مې یو ډېر ښه سړی او د خلکو خدمتګار و او له هغه ښې خاطرې پر ځای پاتې دي.»
په همدې حال د کندوز چهاردرې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران له سرپرست حکومته غواړي چې د ورته پېښو مخنیوي ته دې جدي پاملرنه وکړي.
قومي مشر محمد ګل څرګندوي:«اسلامي امارت باید د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره تابیاوې ولري، اوسني مسوولان د خلکو په وړاندې ځواب ویونکي دي او باید پاملرنه وکړي.»
د لومړنیو شمېرو له مخې، په دغه پېښه کې تر دې دمه څه باندې ۳۰ تنه مړه شوي او نږدې ۴۰ نور ټپیان دي.
په دې اړه مو اندونه