Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو بهیر ځنډېدو کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي

د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډېدو په تړاو د اسلامي امارت نوې پرېکړې کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

د لوړو زده کړو وزارت تره ورځ(سې شنبې) د ښځیه زده کړیالانو زده کړې وځنډولې. دغه وزارت په یوه رسمي لیک کې ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته حکم کړی چې تر بل حکم پورې د ښځيه زده کړیالانو زده کړې ځنډول شوې دي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش په یوې خبرپاڼه کې پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د تګ پر مخنیوي د افغانستان د سرپرست حکومت د پرېکړې په غبرګون کې ویلي دي چې له زده کړو د ښځو بې برخې کول د هغوی د حقونو نقض دی او دا پرېکړه به د هېواد پر راتلوونکې ناورین زېږونکې اغېزه ولري.

ښاغلي ګوټرش د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي دي چې د افغانستان نجونو او ښځو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي.

بلخوا د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم دغې پرېکړې ته په غبرګون کې وايي چې تعلیم او تحصیل د ټولو هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه دي او له دغه حقه د نجونو بې برخې کول خواشینوونکي دي.

ښاغلي عبدالله په خپله ټوېتر پانه لیکلي:«په داسې حال کې چې زموږ د ټولو هېوادوالو غوښتنه د هېواد د ښځيه طبقې پر مخ د تعلیم او تحصیل د دروازو پیرانیستل دي، زه هم د افغانستان د یوه وګړي په توګه تمه او غوښتنه لرم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو د پرېکړې په برخه کې بیا غور وشي.» 

ورته مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوې خبرپاڼه کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو په تړاو د اسلامي امارت پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي کرزي په خبرپاڼه کې ویلي:«د هېواد پرمختګ، ابادي او ځان بسیاینه د دې خاورې د هر بچي، نجونو او هلکانو، په تعلیم او زده‌‌‌کړې پورې تړلې بولي. د تعلیم مخنیوی نه یوازي چې د افغانستان ترقي او هوساینې ته زیان رسوي، بلکې زموږ ګران هېواد به د لا ډېرې بیچاره‌ګۍ، بې وزلۍ او پردو ته د لاډېر احتیاج سره مخ کړي.»
 
پخواني ولسمشر له اسلامي امارته غوښتي چې د پوهنتونونو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو دروازې د نجونو پر مخ ژر تر ژره پرانیزي.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم د اسلامي امارت دغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی.

هغه وايي:«د طالبانو له منځه د یوې څانګې له خوا په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلینو د زده کړو د دوام منع اعلانېدل حیرانونکي او د درک وړ نه دي. د دغه کار لپاره په اسلام او د افغانستان په تاریخ کې هېڅ شی شتون نه لري چې کومه پرېکړه توجیه کړي. افغانستان او په ټوله نړۍ کې د اسلام عالمان موږ ته یادونه کې چې زده کړې په اسلام کې د ښځې او نر لپاره یو اساسي اصل دی. د بېلګې په توګه، په ۱۵ پېړۍ کې، لکه څرنګه چې پوهېږو، په هغو سیمو کې چې اوس د افغانستان اړوند دي، نجونو او هلکانو زده کړې کولې. زه شخصاً پوهېږم چې ډېری طالب مشران له دغه غیرعادي حکم سره مخالف دي. ډېری نور افغانان، مشران او زما په باور د افغانستان خلک هم له دغې ناسمې پرېکړې سره مخالف دي. دغه پرېکړه د افغانستان پراختیا او د ځان بساینې وړتیا ته زیان رسوي. له هغو طالبانو چې د دغې پرېکړې مخالف دي او افغان مشرانو غواړم چې د دغې پرېکړې د لغوه کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي چې دغه پرېکړه لغوه شي، ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.»

د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د اسلامي امارت پر دغې پرېکړې نیوکه کوي او وايي چې په هېواد اسلامي هېواد کې ښځې له زده کړو محرومې نه دي.

په دې منځ کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول پرېکړې د افغانستان بشري حقونه، پرمختګ او اقتصاد به اغېزمن کړي.

قطر له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو لپاره د زده کړو زمینې د برابرولو لپاره، پر خپلې دغې پرېکړې د اسلام دین د اساساتو پر مطابق بیاکتنه وکړي. 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د اسلامي امارت له خوا د نجونو زده کړیالانو د زده کړو بهیر ځنډول غندلي دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې امریکا پوهنتونونو ته د ښځو مخنیوی، د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل او پر ښځو د بندیزونو دوام په کلکه غندي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په نړۍ کې هېڅ هېواد ښځې او نجونې له زده کړو نه دي منع کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه