Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو او لږکیو پر ونډې د یوناما د رییسې ټینګار

د یوناما رییسه رزااوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې چې د هند په کوربتوب جوړه شوې وه، د افغانستان په اوسني وضعیت کې یې د ښځو او قومي لږکیو ونډه یې مهمه وبلله.

مېرمن اوتونبایوا زیاتوي چې کابل د افغانانو ترمنځ هر ډول خبرې اترې رد کړې دي.

د یوناما رییسې ټینګار کړی دی چې د افغانستان د مخته تګ یوازینۍ لار د ټولګډونه یا پراخ بنسټه سیاست له لارې دی.

مېرمن اوتونبایوا په دې هکله وویل:«موږ باوري یوو، چې د افغانستان د پرمختګ یوازینۍ لار یو ټولګډونه سیاسي جوړښت دی، داسې چې ټول افغانان په تېره بیا ښځې او لږکي ځانونه په کې وګوري او په پرېکړو کې اصلي ونډه ولري.»

 په دې غونډه کې د پاکستان، چین، روسیې ناروې او نورو هېوادونو استازو او دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د افغانستان په تړاو خبرې وکړي.  
                 
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمۍ استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم وايي:«اجازه راکړ‎ئ چې یوځل بیا یادونه وکړم چې یوازې په ملي کچه واقعي خبرې چې د خلکو اراده او غوښتنې په کې شاملې وي، د ټولو له ګډون سره، موږ د ريښتوني ټولګډونه راتلونکې پر لور بیولای شي. ملګري ملتونه باید د دغو خبري مشري او د ترسره کېدو د زمینې برابرول پر غاړه ولري او دغې موخې ته د رسېدولپاره د نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د دغې شورا  ملاتړ او د نظر یووالی مهم او حیاتي دی.»

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی هم وایي، چې افغانستان باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې پرېنښودل شي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیره په افغانستان کې بې ثباتي د نړۍ د امنیت او سولې لپاره ګواښ ګڼي.
                    
 د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکن هویټفلډ څرګندوي:«په افغانستان کې بې ثباتي د نړۍ د سولې او امنیت لپاره هم ګواښ ده. په راروان کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د بشري حقونو، ټيکاو او د افغانانو ترمنځ د خبرو په برخه کې طالبانو ته خپلې تمې په څرګنده توګه اعلان کړي. د افغانستان خلک اوس سولې ته اړتیا لري او موږ به د هغوی تر څنګ پاتې شو.»

خو د نړۍ او افغانستان د بشري حقونو د قانون په سیمینار کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټينګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید د بشري حقونو مسایل له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

امیرخان متقي وایي، چې یوناما او نور سازمانونه باید د افغانستان د خلکو رېښتیني غږ ته غوږ ونیسي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي:«د یوناما اداره او نور سازمانونه دا وړتیا لري چې د افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د افغانستان د خلکو واقعي غږ نړۍوالو ته ورسوي.»
                         
د سیاسي چارو شنونکی محمد بشار هم څرګندوي:«د نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د ترهګرۍ په هکله بې بنسټه اندېښنې خپرې نه کړي. ډپيلوماټيکه لاره چاره او سیاسي تعامل باید اختیار کړي.»

که څه هم اسلامي امارت د دې غونډې په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تل ټینګار کړی دی، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ نه ورپېښېږي او په هېواد کې هېڅ ترهګره ډله حضور نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه