Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان ۹۷ سلنه خلک له بې وزلۍ سره مخ دي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دغه سازمان په امنیت شورا غونډه کې وویل، چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د دغه چارواکي په وینا، د افغانستان خلک له ځنډ پرته بشري مرستو ته اړتیا لري.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفیث زیاته کړه:«د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي. دوه، درېیمه برخه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. ۲۰ مېلیونه کسان بیا له شدیدې لوږې سره مخ دي. نیمايي نفوس پاکو اوبو او روغتیايي چارو ته اړتیا لري.»

امریکا وايي، خپلې مرستې افغانستان ته د بشري اصولو پر بنسټ له کوم شرط پرته په بې پرې توګه رسوي.

د امریکا د سفیر مرستیال رابرټ ووډ وویل:«موږ د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې څه باندې ۱ اعشاریه ۱ مېلیارد ډالره بشري مرستې وړاندې کړي او همداراز به په افغانستان د زیانمنونکو افغانانو او د هغو کسانو چې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي د اړتیاو د پوره کولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

له دې سره سم، د کابل ځينې اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره یې ستونزې څو برابره شوې دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالمک وویل:«ډېرې اقتصادي ستونزې لرو کاروبار کم دی.»

د کابل بل اوسېدونکی ذبیح الله هم څرګندوي:«هر چېرته په کار پسې ګرځم څوک کار نه راکوي په کورني کې اته کسه یوو مور مې ښوونکې ده او پلار مې ډګروال و، اوس یې توپیر کړی تقاعد یې نه ورکوي.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په هېواد کې د فقر د راکمولو لپاره اړتیا ده چې، بشري مرستې په پراختیايي او همداراز د کار د زمینې د برابرولو په برخو کې ولګول شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر وویل:«په هغه صورت کې چې موږ په هېواد کې بې وزلي کمه کړو موږ په هغو برخو کې مرستو ته اړتیا لرو چې وکړای شو دندې رامنځته کړو چې له خلکو سره اقتصادي مرستې وکړي.»

تر دې مخکې نړۍوال بانک ویلي چې، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ناخالص تولید به له ۳۰ تر ۳۵ سلنې منفي وده تجربه کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه