Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو پرېکړې ته پراخ غبرګونونه

د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډېدو مساله غندلې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

دوی په یوې بیانیه کې زیاته کړې، له ټولنیز ژونده د ښځو محرومول به له اسلامي امارست سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل بد اغېز وکړي.

د دې ګډې بیانیې په یوې برخه کې راغلي: «د طالبانو پالیسي په داسې ډول جوړه شوې چې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کوي، چې دا له طالبانو سره زمونږ د تعامل پر څرنګوالي اغېز ولري. زموږ تر ټولو اساسي اندیښنې به د افغانانو د حقونو، ازادۍ او هوساینې دوام ولري.»

متحده عربي اماراتو هم په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه پرېکړه له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د نړيوالې ټولنې هڅې له خطر سره مخامخوي.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې وايي چې د ښځو د تعلیم له حقه انکار ټول اسلامي هېوادونه حیران کړي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «له لوړو زده کړو څخه د ښځو منع کول د افغان ښځو له مشروع او بشپړو حقونو سره په ټکر کې دي. د ښځو یو له مهمو حقونو څخه د زده کړې حق دی، چې بې له شکه د افغانستان او خلکو د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لامل کېږي.»

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ستونزه جدي او او د اندېښنې وړ ده.

د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې له خپلو دندو استعفا وکړه.

د پوهنتون استاد جاوېد مومند وايي: «ما پرېکړه وکړه، ځکه نور مې مسوولیت ته دوام نه‌شو ورکولای، ځکه چې د خویندو تر څنګ ودرېږم، له استادۍ مې د اعتصاب په دول استعفا ورکړه.»

د پوهنتون یو بل استاد فردوس پیزاد وايي: «د هېواد په پوهنتونو کې د نجونو زده‌کړیالانو پر زده‌کړو د وروستي بندیز له کبله ةې پرېکړه وکړه چې نور تدریس ور نه‌کړم، څو لږ تر لږه په‌دې هېواد کې د نجونو غږ بدرګه کړو.»

د پوهنتونونو تړل کېدو د ښځينه محصلانو اندېښنې راپارولې دي.

زده‌کړیاله مومنه وايي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه پرانیزي او اجازه ور نه‌کړي چې افغانستان د تیارې، ناپوهۍ او جهل لور ته لاړ ‌شي.»

زده‌کړیال بصریه احمدي وايي: «ډېره لېوالتیا مې درلوده چې پوهنتون ووایم او له همدې لارې خپل هېواد ته د خدمت جوګه شم، خو نن یې راته پوهنتونه بند کړل، موږ ټول اندېښمن یوو، خپلې راتلونکې ته اندېښمن یوو چې څه به کېږي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست به ډېر ژر د ښځینه محصلینو د پوهنتونونو د ځنډولو د پرېکړې په اړه جزییات ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه