د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکز دویمه څانګه پرانېستل شوه.
یاد وزارت وایي، پهدې مرکز کې بېسرپرسته ماشومان د برېښنایي وسایلو د ترمیم، کمپيوټر او څو نورو برخو کې زدهکړې کوي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي معین خالد امر وايي: «د فني او حرفوي زدهکړو د امریت د احیا او بیا رامنځته کولو هدف د شهیدانو روثه او معلولین په مسلکي شکل روزل، هغوی ته په دولتي او خصوصي سکټورونو کې د کار زمینه مساعدول او د خودکفايي طرف ته سوق کول او له فقر او نور احتیاج څخه ژغورل دي.»
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس کریم الله وايي: «په اینده کې هم نورې برنامې لرو چې دې ته پراختیا ورکړو، د مرکز تر څنګ ولایتونو ته دا پروګرامونه یوسو، هلته هم معولینو ته د دوی د معلولیت مطابق حرفې، صنعتونه او کمالات ور زده کړو.»
دغه مرکز شپږ ښوونیزې څانګې لري، خو اوس یې د درې میلیونه افغانیو په لګښت یوازې څلور څانګې فعالې شوې دي.
پنځلس کلن امید چې د نهم ټولګي زدهکوونکی دی، وايي، درې کاله وړاندې یې پلار په کاپیسا کې ووژل شو او اوس د خپلې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري.
بېسرپرسته ماشوم امید کودک وايي: «ډېر د خوښۍ احساس لرم چې زه کولای شم، خپله راتلونکې جوړه کړم، یو څه زدهکړم او د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړم او ډوډۍ پیدا کړم.»
له دې سره سم، یو شمېر زده کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې له فراغت وروسته دې ورته د کار زمینه برابره کړي.
بې سرپرسته ماشوم حشمت وايي: «ډېره هیله مې ده چې دا زدهکړو او سم استاد رانه جوړ شي.»
بې سرپرسته ماشوم محمد نسیم وايي: «موږ ته دې اقتصادي زمینه برابره کړي چې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړو او د خپلې راتلونکې لپاره کار وکړو.»
ځوانان د هېواد د نفوسو څه باندې شپېته سلنه برخه جوړوي، خو د کار نشتوالی د هغوی پر وړاندې یوه جدي ستونزه بلل کیږي.