Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د نجونو پوهنتونو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع وکړ

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو پرېکړې په هکله وايي، د ښځینه‌وو د تعلیم په برخه کې چې اسلامي امارت کومې لارښوونې کړې وې، نه‌دي عملي شوي.

نوموړي له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو په اړه په نورو ولایتونو کې د نجونو لیلیې او له محرم پرته تګ-راتګ، د بشپړ حجاب نه مراعتول، د نجونو او هلکانو ګډ تعلیم او د نصاب ستونزه چې په وینا یې ځینو رشتو د نجونو "له شان او افغاني کلتور" سره سر نه خوړ، ستر علتونه یاد کړل.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: «اوسنی نصاب چې د پوهنتونونو دی، تقریباً ۱۶۰ رشتې لري، په‌دې کې بعضې داسې رشتې وې چې هغه د د دې اناثو طبقې د دې شان سره، د دوی د عزت او وقار سره او له افغاني کلتور سره سر نه خوړ چې په هغې کې لکه د د انجنیرۍ اړخ دی یا د زراعت اړخ دی.»

ندا محمد ندیم زیاتوي، اسلامي امارت د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونو ته ژمن دی او د لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي چې دغه ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

ښاغلی ندیم زیاتوي: «دا خپل مسوولیت او ذمه‌واري بولي چې هر څوک له خپلو حقونو څخه برخمن کړي، که هغه علمي حقوق وي او که هغه د عزت په حواله وي، که هغه مادي حقوق وي.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د نجونو لپاره د پوهنتونونو د پرانستلو په اړه د ځینو هېوادونو د غوښتنې په غبرګون کې وايي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه‌کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وايي: «له هغوی څخه مو دا ګیله ده چې زموږ په چارو کې دې مداخله نه‌کوي، له یوې خوا څخه زموږ د خویندو غوښتونکي دي چې دوی یې حقوق بولي، له بلې خوا څخه یې د افغانستان پر مسلمانانو باندې بندیزونه لګولي دي، د دوی سرمایې یې کنګل کړي، په تجارتونو کې ورته خنډ جوړوي یا افغانستان په رسمیت نه پېژني.»

دا په داسې حال کې ده چې د سه‌شنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په یوه رسمي مکتوب کې د نجونو لپاره دولتي او خصوصي پوهنتونونه تر امر ثاني پورې وځنډول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه