Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د سوالګرو راټولو بهیر پیلېدل

له کابل وروسته په هرات ښار کې هم د سوالګرو راټولولو بهیر پیل شوی دی. د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، په لوېدیځه حوزه کې ښايي له زرو زیات سوالګر راټول شي.

د دوی په خبره، دغو سوالګرو ته بانکي حسابونه جوړېږي او هر یو ته یې د میاشتې دوه زره افغانیو حواله کېږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي وايي: «د هر زون لپاره زر کسه بودجه موږ ټاکلې د سرې میاشتې له حساب څخه، میاشتې په حساب بیا موږ کارت ورته جوړوو، هغه به بانک ته ځي خپلې پیسې به اخلي، د کورنۍ مشر به ورځي.»

په لوېدیځه حوزه کې د سرې میاشتې ټولنې مسوول فیاض وايي: «هغه کسان چې په رښتیا مستحق دي او نورو ته یې هره ورځ لاس اوږدېږي، زموږ په ښار کې یې یوه ستونزه رامنځ‌ته کړې وه، موږ هڅه وکړه چې لومړی له دې خلکو پیل وکړو.»

له دې سره سم یو شمېر مېرمنې وایي، د بې‌وزلۍ او لوږې له امله سوالګرۍ ته اړې شوې دي.

بې‌وزله جهان وايي: «مېړه نه‌لرم، زوی نه‌لرم، کور نه‌لرم. یوازې او ناروغه یم، درملنه مې نه کېږي، لګښت نه شم پیدا کولی.»

بې‌وزله معصومه زیاتوي: «که له موږ سره مرسته وشي او د بچیانو ګذاره مې وشي، نور له کوره له وتلو ستړې شوې یم.»

یو شمیر دغه بې‌وزله کسان وایي چې په ټولنه کې د اقتصادي ستونزو له امله لږ شمیر کسان له دوی سره همکاري کوي.

بې‌وزله شراف الدین وايي: «دوه میاشتې وشوې چې سوالګري کوم، ورونو ته مې ورځم، ځینې راسره مرسته کوي او ځینې نور یې نه‌کوي.»

بې‌وزله بصیر احمد وايي: «کور ته تلم، ماشومانو ته مې هېڅ نه درلودل. کوم څه چې خلکو راکول، هغه مې ورته وړل.»

د یادونې ده چې په کابل کې له څو میاشتو راهیسي د سوالګرو د ثبت بهیر پیل شوې او تمه ده د هیواد په کچه هم دغه بهیر پیل شي.

په هرات کې د سوالګرو راټولو بهیر پیلېدل

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، دغو سوالګرو ته بانکي حسابونه جوړېږي او هر یو ته یې د میاشتې دوه زره افغانیو حواله کېږي.

شریک یي کړئ