ځينو زده کړیالانو په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډېدو په غبرګون کې د «یا ټول یا هېڅوک» په نامه کمپاین پيل کړی دی.
دغه کمپاین د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د خلاصېدو په منظور به خواله رسنیو کې په لاره اچول شوی دی.
د دې کمپاین مسوولین اجمیر سادات وايي، دغه کمپاین به بېلابېلو ولایتونو ته وغځول شي.
هغه په دې هکله وویل:«تر هغې چې بیاځلې زموږ خویندو ته د تعلیم او زده کړو اجازه ورنه کړل شي موږ دې هم د نرینه وو تعلیم او تحصیل تحریم کړو.»
زده کړیال عباس قمبري هم وايي:«تر هغې چې زموږ خویندو او د هېواد نجونو ته درستي ټولګیو ته د حاضرېدو اجازه ورنه کړل شي، موږ هم خپلو درسي ټولګیو ته به حاضر نه شوو.»
ضمیره کمین تازه د یوه خصوصي پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ شوې. دغه زده کړیاله وايي، نوموړې ته د مونوګراف د دفاع اجازه نه ده ورکړل شوې.
هغې طلوع نیوز ته وویل:«موږ شپه او ورځ هڅې وکړې چې خپل مونوګراف پای ته ورسوو خو دوه یا درې ورځې وروسته هغه خبر چې موږ واورېد له پوهنتونه موږ ته احوال راکړل شو چې تاسې نه شئ کولای خپل مونوګراف مو دفاع کړئ او نه هم خپل ډپيلومات ترلاسه کولای شئ.»
په همدې حال کې ځينې ښځینه زده کړیالانې له اسلامي امارت غواړي، چې نجونې له زده کړو محرومې نه کړي او د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
زده کړیاله حمیرا شکور وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې دوی د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې افغان نجونو پر مخ پرانیزي.»
د پوهنتون استاد جلال الدین بلخي څرګندوي:«د دغه حکم پلي کېدل د دې لامل کېږي چې افغانستان د یوې تیارې او ناپوهۍ او جهل په لور ولاړ شي.»
د اسلامي امارت له لوري د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ځنډولو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي او ډېری هېوادونه غواړي، چي په دې اړه له سره غور وشي.