د کابل ډېری اوسېدونکي د برېښنا د پروچاوۍ له زیاتوالي اندېښمن دي او وايي چې په یوه شپه او ورځ کې کابو ۲۰ ساعته برېښنا نه لري.
دوی زیاتوي چې ستونزې یې د هوا له سړېدو وروسته زیاتې شوې دي.
کابل مېشتی شاه محمد طلوع نیوز ته وویل:«والله د برېښنا پرچاوي زیاته ده پنځه یا شپږ ساعته برېښنا وي له هغې وروسته ځي د برېښنا ستونزې زیاتې دي نه پوهېږم چې له کوم لورې دی.»
د کابل بل اوسېدونکی همایون هم وايي:«پخوا دوه میاشتې وروسته د برېښنا بل راته اوس میاشت په میاشت راځي هېڅ برېښنا نه لرو باید زموږ برېښنا باید جوړه شي ځکه د برېښنا بل ورکوو.»
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبېکستان د وارداتي برېښنا د کمېدو له امله په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شوي او په اوسنیو شرایطو کې د هستوګنې کورونه او دولتي ادارې له شپږو تر ۲۴ ساعتونو پورې برېښنا لري.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي څرګنده کړه:«اوس موږ استوکنیزو سیمو ته درې ساعته د ورځې او درې ساعته د شپې برېښنا رسوو، لس ساعته فابریکو ته او همدارنګه ۲۴ ساعته دولتي دارو ته دی د دې لپاره چې رسمي چارې ونه ځنډېږي.»
برېښنا شرکت زیاتوي، په ۲۰۲۳ کال کې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د قرارداد د تمدیدولو لپاره د یاد هېواد له استازو سره خبرې شوې دي.
ښاغلي میوندي زیاته کړه:«یو سفر به ولرو او په هغه سفر کې به د ۲۰۲۳ کال پر تړون خبرې وشي.»
ترکمنستاني رسنیو راپور ورکړی چې، د ترکمنستان د انرژۍ او برېښنا شرکت او د انرژۍ وزارت به یې افغانستان ته د برېښنا د صادرولو لپاره اضافي هوکړې پایته ورسوي.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له منځنۍ آسیا او ایرانه راواردوي.
په دې اړه مو اندونه