Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اخندزاده: نشه کوونکي توکي له ګاونډیو هېوادونو، هېواد ته وارېدېږي

له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت عبدالحق اخندزاده وايي چې نشه کوونکي توکي له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا له هېوادونو افغانستان ته قاچاق کېږي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی زیاتوي چې له دغو هېوادونو تر ډېره نشه کوونکي تابلېټونه، الکلي څښاک او تېزاب رالېږدول کېږي.

ښاغلی اخندزاده له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې افغانستان ته د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیسي.

عبدالحق آخندزاده په دې هکله وویل:«له مرکزي اسیا هم ځينې توکي کندوز، بدخشان او تخار ته راځي او همدارنګه کله نالکه د توکو د وارېدو راپورونه ترلاسه کېږي. بېلابېل توکي له هغې ډلې تابلېټ، شراب په زیاته اندازه په قاچاقي توګه د پولې له هغې خوا راځي»            

له نشه يي توکو سره د مبارزې معین وايي چې له افغانستانه تریاک هم دغو هېوادونو ته قاچاق کېږي؛ خو وايي چې د مخینوي لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه:«که چېرې زموږ له هېواده ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا یا هر ځای ته نشه يي توکي لېږدول کېږي، د هغه مخنیوی کوو موږ د هغوی دېر نیولي دي، همدا ډول د هغوی له هېوادونو چې زموږ هېواد ته راځي، له هغوی هیله کوو چې د خپلو پولو امنیت تامین کړي او پرې نه ږدي چې دغه توکي زموږ هېواد ته ولېږدول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې له نورو هېوادونو نه د نشه يي توکو قاچاق به د افغانستان پرامنیت ناوړه اغېز وکړي.
     
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«که چېرې هېواد ته د نشه يي توکو راتلل ډېر شي کولای شي چې د افغانستان پر امنیت منفي اغېزې وکړي او ورځ په ورځ کولای شي په هېواد کې د روږدو شمېر زیات کړي.»
 
د نړۍوالو اړیکو شنونکی اجمل زرمتی هم څرګندوي:«نړۍ باید له اسلامي امارت سره په تعامل کې شي او اسلامي امارت هم د نړۍوالو هېوادونو مرستې جلبې کړي او له افغان بزګرو سره مرسته وشي او بدیلې لارې ورته پیدا شي او افغان بزګرو ته بېلابېلې تګلارې وپلټ شي.»

له نشه یي توکو سره د مبارزې د معینیت د شمېرو له مخې، تراوسه، د نشه یي توکو د قاچاق په تور درې زرو شپږ سوه تنه نیول شوي او دوسیې یې محکمې ته سپارل شوي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه