Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو کار او زده کړو ځنډولو ته د غبرګونونو دوام

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د برخې مرستیال د ښځو پر کار د بندیز په تړاو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست قلندر عباد سره په لیدنه کې د ښځو د کار بندیز د لغوه کېدو غوښتونکی شوی.

له دې سره هم مهاله فرانسې، برېټانیا او هالنډ هم په افغانستان کې د ښځو د کار ځنډېدل غندلي دي.

په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پرکار د بندیز پر وړاندې د غبرګونونو په لړکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې د ښځو د حق پر کار او په ټولو برخو کې د هغوی پر برابر مشارکت ټينګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله ویلي:«د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي. هغوی د ښځو د حقونونو د تضمین پر اهمیت او د ژوندانه په ټولو چارو کې د هغوی پر بشپړ او برابر مشارکت ټينګار کړی دی. هغوی د افغانستان، له امنیت، ټیکاو او سولې خپل ملاتړ څرګند کړی او د افغانانو لپاره یې د یوې باثباته راتلونکې لپاره د نړۍوالو تعاملاتو پر اهمیت ټينګار کړی دی.»

د فرانسې، بریتانیا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار بندیز ته په غبرګون کې وایي، چې دغه پرېکړه به د افغانانو لپاره ډیر زیان ولري.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وايي:«طالبان هڅه کوي، چې ښځې د افغانستان له ټولنې حذف کړي. په نادولتي ادارو کې د ښځو د فعالیت بندېدل د دې لامل کېږي چې مېلیونونه افغانان مرستو او ژغورندویه تجهیزاتو ته لاسرسی ونه لري. دغه چاره به پر ټولو افغانانو اغېز وکړي. طالبان باید دغه پرېکړې ژر ترژره لغوه کړي.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم په خبرپاڼه کې ویلي:«فرانسه په افغانستان کې په نادولتي ملي او نړۍوالو بنسټونو کې د ښځو پرکار د طالبانو بندیز په کلکه غندي. دغه پرېکړه په جدي توګه د بشري مرستو مخه نیسي او د افغانستان د خلکو په زیان ده، چې ډېرې ښځې په کې کار کوي او د هغوی ونډه په بشپړه توګه ټاکونکې ده. دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې دغه هېواد د یوه جدي اقتصادي او بشري ناورین د تجربه کولو په حال کې دی.»

خو د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې دغه راز پرېکړې له مرستندیو هېوادونو سره د افغانستان پر اړېکو ناوړه اغېز کولای شي.

د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکی وايي:«د لوړو زده کړو، اقتصاد او پوهنې وزارتونه باید د ښځو کار ته زمینه برابره کړي چې موږ له نړۍوالو لرې پاتې نه شوو موږ هغه بشري مرستې چې نړۍواله ټولنه یې کوي وګورو د درملو په برخه کې باید ټول په پام کې ونیسو.» 
             
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع هم څرګندوي:«په هره برخه کې د بېلګې په توګه موسساتو او نورو بنسټونو کې موږ باید خپلې اړیکې ښې کړو دا بندیزونه د دې لامل نه شي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته شي.»   

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې، د ناروې د کډوالو شورا، د ماشومانو د ساتنې سازمان او د پاملرنې موسسې په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولې دي.
         
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه