Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی: د افغانانو ترمنځ خبرې د اسلامي امارت او افغانستان په ګټه دي

پخوانی ولسمشر حامدر کرزی له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې وایي، چې د افغانانو ترمنځ خبرې د اسلامي امارت او افغانستان په ګټه دي.

ښاغلی کرزی په دې باور دی، چې اسلامي امارت د دغو خبرو د اړتیا په تړاو توافق لري خو د دغو خبرو د پېل او ترسره کېدو په تړاو کوم پرمختګ نه دی شوی.
                           
پخوانی ولسمشر وايي:«د افغانانو ترمنځ د خبرو د پېلېدو لپاره د طالبانو ځواب «هو» دی، خو په دې تړاو مشخصو پایلو ته نه یوو رسېدلي.»

ښاغلی کرزی له افغانستانه د اشرف غني وتل د نظام د سقوط لامل ګڼي
                    
حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود وویل:«که چېرې ډاکټر صاحب اشرف غنی له وطن څخه نه تښتېد او په سوله یې باور درلود، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو باندې یې باور درلود، یقیناً چې نظام په خپل ځای پاتې کېده.»

بل خوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي په ملي کچه خبرې د هېواد د ستونزو یوازینۍ حل لار ګڼي.
                       
د سیاسي چارو شنونکی کامران امان وايي:«موږ باید ملي خبرې اترې وکړو، حتماً یا لویه جرګه او یا شورا خلکو ته کېښودل شي او د افغانستان ټول خلک له ولسوالیو او کلیو نیولې تر مرکزه پورې راټول کړل شي او په دې هکله باید پرېکړه وشي.»
                                        
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع هم څرګندوي:«هغه ټولنه چې په اوږد مهالې جګړې او بې ثباتۍ کې راوتلې، دا ټول ټولنه له یو بل سره خبرې اترې او ملي ډيالوګ د تلپاتې سولې او ملت جوړونې لپاره مهم دی.»

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس د افغانانو تر منځ د خبرو په تړاو وایي، چې سرپرست حکومت د سیاسي څېرو د راستنېدو لپاره له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړ کړی دی.
   
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وویل:«له هېواده بهر افغانان له کمېسیون سره په تماس کې دي او خپل نظرونه، غوښتنې او پوښتنې له موږ سره شریک وي. له هېواده بهر نور افغانان هم کولای شي له دغه کمېسیون سره تماس ونیسي.»

حامد کرزي په دې مرکه کې پر امریکا متحده ایالتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې واشنګټن باید د افغانستان شتمنۍ د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورنه کړي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه