Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هنري کارونو ځوړ؛ یو انځورګر په رسټورانټ کې کار پیل کړی

په پکتیا کې یو شمیر انځورګران د خپلو هنري اثارو لپاره د بازار نه‌شتوالي اندېښمن کړي.
دوی وایي، په وروستیو کې یې د هنري آثارو بازار خورا پیکه شوې او له اړوندو بنسټونو غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.
بهایي جان نایب خیل له دېرشو کلونو راهیسي نقاشي کوي، خو له یو کال راهیسي یې د هنري آثارو د نه پلور له امله په یوه رسټورانټ کې کار کولو ته مخه کړې ده.
هغه وایي، د انځورګرۍ هنر پاللو لپاره په دغه هوټل کې ځينو ځوانانو ته د انځورګرۍ زده کړې ورکوي.
انځورګر بهايي جان نايب خېل وايي: «مخکې د نقاشي بازار ښه و، دا یو کال شو چې اوس یې بازار ښه نه‌دی او یو کال شو چې یوه تابلو مې هم خرڅه کړې نه‌ده.»
په همدې حال، یو شمیر نور انځورګران او فرهنګپالان وایي چې د انځورګرۍ هنر ته د نه پاملرنې په صورت کې دغه هنر د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
دغه انځورګران له اړوندو بنسټونو غواړي چې د دوی د هنري آثارو د پلور لپاره زمینه برابره کړي.
انځورګر مشعل وايي: «په اوس وخت کې د خطاطي او نقاشي هنر ډېر کم‌رنګه شوې دی. نو له ټولو ارګانونو زموږ دا هیله ده چې خطاطانو او نقاشانو هنر ته پاملرنه وکړي.»
فرهنګ‌پال خوږمن ځاځی وايي: «دغه هنرونه دي چې انسانان خوشال ساتي او بالخصوص په داسې یوې ټولنه کې چې زموږ ټول ژوند په غمېزه کې تېر شو.
انځورګر هېواد وايي: «اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید داسې همکاري له موږ سره وکړي چې نندارتونونه جوړ کړي، تر څو فرهنګ لا پرمختګ وکړي.»
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین بیا په دغه ولایت کې د انځورګرانو ستونزو ته د رسیدو ډاډ ورکوي.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلام‌يار وايي: «دوی ته موږ ډاډ ورکړی چې تاسو د انځورګرۍ، نقاشۍ او خطاطۍ په برخه کې خدمتونه کولای شئ او دا زموږ د فرهنګ یوه مهمه او اړینه برخه ده.»
د هنرپالو په باور د انځورګرۍ هنر پر مټ شونې ده چې په ټولنه کې شته ناخوالې لا روښانه او د افغانستان فرهنګ د انځور په ژبه نورې نړۍ ته وړاندې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه