۲۰۲۲ زېږدیز کال د افغانستان ډېری رسنیو لپاره یو ننګونکی کال و. په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې.
د دې کال په لړ کې په ننګرهار ولایت کې د نرګس راډیو خپرونې هم بندې شوې او کارکوونکي يې نهشي کولای خپل کار ته دوام ورکړي.
په ننګرهار کې د نرګس راډیو پخوانی مسوول شفیقالله رحماني پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «نرګس راډیو د اقتصادي ستونزو له امله بنده شوه چې اوسمهال نشرات نهلري او خپرونې يې بندي دي.»
له دې سره سم، د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې دوه ټلویزیونونه، اووه راډیوګانې او یوه خبري اژانس خپل نشرات بند کړي دي.
د دې رسنیو د کار بندېدل د دې لامل شوي چې سلګونه خبریالان بېکاره شوي.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وايي: «موږ د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په لړ کې د رسنیو د سقوط شاهدان یوو چې د رسنیو د نشراتو په بندېدو سره بدبختانه یو شمېر د رسنیو همکاران بېدندې شول.»
همداراز، په ۱۰ د لېندۍ امریکا غږ او ازادي راډیو په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي وو چې د اسلامي امارت لهخوا په افغانستان کې دننه د دغو راډیوګانو خپرونې بندې شوې دي.
خو اسلامي امارت يې په غبرګون کې زیاته کړې وه چې له ملي ټلویزیون سره د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د تړون د لغوه کېدو له امله يې نشرات بندې شوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ډېسمبر په لومړۍ نېټه طلوعنیوز ته وویل: «دا موضوع د اطلاعات او کلتور وزارت پورې تړاو لري او دواړه لوري تړون لري چې لغوه کېدل يې د دې لامل شوي، چې نشرات يې بند شوي دي.»
ورته مهال، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۶ پېښې ثبت شوې دي.
یو شمېر خبریالان وايي، پهدې کال کې خبریالانو ته په لازمي ډول اطلاعات هم نهدي ورکړل شوي.
خبریال مسیح الله احمدي وايي: «رسنۍ په دې بریالۍ نه شوې، چې له سرچینو اطلاعات ترلاسه کړي، نو همدا يې د سقوط لامل دی.»
په همدې حال کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د ستونزو حل په موخه د رسنیو د سرغړونو کمېسیون جوړ کړی. تمه وه چې د دې کمېسیون یو شمېر غړې به ښځې وي، خو وروسته دغه کمېسیون کې د ښځو څوکۍ لغوه شوه.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اګسټ په ۹مه اعلان وکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تصویب لپاره د اسلامي امارت رهبر ته استول شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وايي: «پرېکړه داسي شوې ده چې د رسنیو ټولې ستونزې به د یوه واحد ادرس یعنی اطلاعات او فرهنګ له لارې حل کېږي.»
اوسمهال په افغانستان کې ۸۳ ټلویزیونونه، ۲۱۳ راډیوګانې، ۲۸ خبري اژانسونه او ۲۰ چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
د رسنیو ملاتړي بنسټونه زیاتوي، د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغانستان کې ۲۲۵ رسنیو د اقتصادي ستونزو او ځینو محدودیتونو له امله نشرات بند کړي دي. که څه هم ۲۰۲۲ زېږدیز کال د رسنیو لپاره ښه نه و، خو اسلامي امارت د دې کال په لړ کې د یو شمېر خبریالانو فعالیتونه ستایلي دي.