Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل پوځي هوايي ډګر "بهرني قراول" کې چاودنه شوې

نن (یک‌شنبه، د مرغومي ۱۱مه) سهار مهال د کابل پوځي هوايي ډګر بهرني قراول کې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په‌دې چاودنه کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو کره شمېرو په اړه څه نه‌ وايي.

نوموړی زیاتوي، امنیتي ځواکونو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د دې پېښې یو عیني شاهد محمد فهیم وايي: «اته بجې وې چې چاودنه وشوه. ملکیان نو ته زیان ورسېده او یو شمېر ټپیان هم شول. له دې وروسته امنیتي ځواکونه راغلل.»

تر دې مهاله هېچا او هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی منلی.

ورته مهال الجزیرې د امنیتي سرچینو له قوله پر ټویټر لیکلي، د کابل پوځي هوايي ډګر دروازه کې د یوې چاودنې پر مهال لس کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

خو امنیتي مسوولانو تر دې مهاله د دې پېښې د تلفاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه‌دي شریک کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه