Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېوادونو سره د اړیکو ښه والي په پاره اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هڅې

په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر وايي، په اسلام اباد کې یې د ۲۷ هېوادونو له سیاسي دفترونو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي.

سردار احمد شکېب له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د خپل کار له پیله تر اوسه یې د نړۍ د هېوادونو له استازو سره د اړیکو د ښه والي په موخه له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ناستې کړې دي.

ښاغلي شکېب طلوع نیوز ته وویل:«له ۶۵ تر ۷۰ پورې مستقیمې ناستې شوې دي هغوی راغلي او موږ هم تللي یو او د افغانستان د بیارغونې په هکله موږ سره خبرې کړې دي او د اړیکو ښه والي لپاره مو خپل پیغام هغوی ته رسولی دی.»

په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت سیاسي استازی وایي، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په لار کې ځينې ستونزې شته، خو په دې تړاو جزیات نه ورکوي.

بل خوا، یو شمېر شنونکي او پخواني ډيپلوماټان په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او سیاسي استازولیو رول له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د اړیکو په ټينګښت کې اغېزناک ګڼي.
             
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وویل:«پاکستان کولای شي چې د افغانستان لپاره د نړۍ په کچه لابي هم ولري چې افغانستان په رسمیت وپېژني او یا نړۍ له افغانستان سره مرسته وکړي او یا اړیکې ولري او د هغه په برعکس کې هم ونډه یا اغېزه لري.»

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافير افغانانو ته د پاکستان د وېزې د ورکړې په چاره کې د مافیایي ډلو پر شتوالي نیوکه کوي او له پاکستانه غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
 
 سردار احمد شکیب څرګنده کړه:«یا ویزه نه صادرېږي او یا هم د هغه شرطونه سخت دي خلک اړ کېږي چې کمېشن کارانو ته لاړ شي. کمېشن کاران له هغوی د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ترمنځ اخلي.»                        
 
 سردار احمد شکیب د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر اتمه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه وټاکل شو او اسلام اباد اعلان وکړ، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د استازي منل کېدل د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه