Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د «ټي ټي پي» پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره د رانا ثناء الله څرګندونې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ حق لري له هرې برخې چې پرې برید وشي پر هغه ځای برید وکړي.

د دغه پاکستاني چارواکي له پاکستاني ټلوېزیوني شکبې سره په مرکه کې همدارنګه وايي که چېرې کابل په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک د پټن ځایونو په له منځه وړلو کې کوم کار ونه کړي، شونې ده چې اسلام اباد د هغوی پر پټن ځایونو برید وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام اباد کولای شی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک پناه ځایونه په نښه کړی، داسې وايي:«کله چې دا مسایل راپورته شي، لومړی موږ افغانستان ته، چې زموږ اسلامي ورور هېواد دی، وایو چې دا پټن ځایونه له منځه یوسي او دا کسان موږ ته وسپاري، خو که داسې ونه شي، هغه څه چې مخکې مو یادونه وکړه ممکنه ده.»

د دې خبرو په غبرګون کې اسلامي امارت وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر افغانستان برید وکړي.

ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او د دغه هېواد چارواکي باید په خپلو خبرو کې احتیاط وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هېڅ هېواد هم د بل هېواد پر حریم د تجاوز حق نه لري. نه داسې قانون په دنیا کې شته، چې دغسې تجاوز ته اجازه ورکړي. که څوک اندېښنه او تشویش لري؛ نو له اسلامي یې شریکولی شي. اسلامي امارت کافي ځواکونه لري او اقدامات کولای شي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، هېڅ هېواد د بل هېواد پر خاورې د برید حق نه لري او په وینا یې کابل او اسلام اباد باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وویل:«د دوی خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور خلاف دي.  که یو هېواد د بل هېواد پر ضد پوځي اقدام وکړي، دا د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.»

پاکستانی خبريال طاهر خان هم څرګندوي:«د افغان طالبانو دا دریځ او موقف دی، چې هغوی هلته نشته. پاکستاني طالبان هم وايي، چې دوی خو فعالیت دلته کوي. نو یو مشکل حالت دی. زما نظر دا دی، که په یوه بل هېواد کې عملیات کېږي؛ نو د ګټې پر ځای به یې تاوان زیات وي.»

د اسلام اباد اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تحريک د پاکستان په څو ښارونو کې ځانمرګي بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه