Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا تړون غځېدل

د اوبو او انرژي وزارت مسوولان وايي، له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۳ کال تر پایه وغځول شو چې له دې سره به په پلازمېنې او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا د پرچاویو لامل د ازبکستان د برېښنا په سټېشن کې تخنیکي ستونزې یادوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي: «۲۰۲۳ کال لپاره موږ دلته قرارداد تمدید کړ او مذاکرات وشول، تړون لاسلیک شو.»

ښاغلی منصور له هېوادوالو غواړي چې د برېښنا په لګښتونو کې سپما وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاتوي: «بې‌ځایه برقونو او بخارۍ لګول په برق بوج راولي؛ نو پر دې اساس دې به مصرف کې سپما وشي.»

په وروستیو اوونیو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې وه.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي پر دې وضعیت له نیوکې سربېره له سرپرست حکومته غواړي چې د دوامداره برېښنا لپاره باید نورې هڅې هم وکړي.

د کابل اوسېدونکی حامد قاسمي وايي: «په وروستیو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې، موږ په خیرخانه کې اوسېږو او په ۲۴ ساعتونو کې یو یا دوه ساعته برېښنا لرو او ځینې ورځې هېڅ برېښنا نه‌وي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی مجتبی محمدي زیاتوي: «هر څه ژر دې د برېښنا ستونزه حل کړي، څو د کار په برخه کې ښه‌والی راشي او همداراز موږ چې له کومو ستونزو سره مخ یوو، هغه هم حل شي.»

ازبکستان د ژمي په موسم کې ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا د افغانستان په واک کې ورکوي.

د افغانستان برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې، ازبکستان افغانستان ته په ۲۰۲۲ کال کې ۲ مېلیارډه کېلو واټه برېښنا د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو په بدل کې ورکړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه