د کابل ځینې اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش بهیر په ټپه درېدو ته اندېښمن دي.
دغه اوسېدونکي وايي چې کابو درې میاشتې کېږي چې د پاسپورټ ریاست فعالیت د ډېریو هېوادوالو لپاره درېدلی دی.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی سلیمان په دې هکله وايي:«له روژې مخکې مې په انلاین بنه نوم لیکنه کړې وه، نو تراوسه مې نه دی اخیستی، یعنې نوبت مې نه دی رسېدلی او د پاسپورټ د وېش بهیر په ټپه درېدلی دی.»
د کابل بل اوسېدونکی بلال هم وویل:«د پاسپورټ د وېش بهیر باید ژر تر ژره پيل شي او دا د هر وګړي مسلم حق دی.»
حمیدالله د پاسپورټ د اخیستو لپاره له بلخه کابل ته راغلی دی. دی وایي، چې د کورنۍ یو غړی یې ناروغ دی او د درملنې لپاره باید بهر ته ولېږدول شي.
حمید الله طلوع نیوز ته وویل:«ځينې وايي چې زموږ یوه میاشت پاتې دی، شل ورځې پاتې دی، د نورو په هکله نه پوهېږم خو زموږ دوه اوونۍ یا ۱۵ ورځې وځنډېد.»
یو شمېر محصلان هم د پاسپورټ د نه لرلو له امله نه دي توانېدلي چې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته ولاړ شي.
محصل راشد په دې هکله څرګنده کړه:«که څه هم د ناروغانو او زده کړیالانو لپاره د پاسپورټ د وېش بهیر پرانیستی دی خو ډېر پڅ روان دی، له اسلامي امارته غواړو چې په دې هکله اقدام وکړي.»
د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند وایي، چې تر اوسه په دغه ریاست کې تخنیکي ستونزې نه دي حل شوي، خو د پاسپورټ د وېش بهیر د بېرته پېلېدو لپاره هڅې روانې دي.
د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن وايي:«هیلې شته، او په دې برخه کې زموږ هڅې روانې دي، دا چې د پاسپورټ د وېش بهیر په ځلونو درېدلی دی، د ځينو ستونزو له امله درېدلی دی.»
د هېواد په ولایتونو کې د ډېری هېوادوالو پرمخ د پاسپورټ د عمومي ریاست فعالیت درېدلی دی او د دغه ریاست مسوولانو اعلان کړی دی، چې د ناروغانو او یو شمېر نورو خلکو لپاره د پاسپورټونو د وېش بهیر په عادي توګه روان دی.
په دې اړه مو اندونه