Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دپاکستان کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته د دفاع وزارت ځواب:افغانستان څېښتن لري

دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې افغانستان بې څېښتنه نه دی او اسلامي امارت د تل په ‎څېر د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره چمتو دی.
 
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د پټن ځایونو شتون ردوي او وايي چې دغه ادعاوې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېزه وکړي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډيو او وروڼو هېوادونو اړیکې زیانمنوي. زموږ غوښتنه دا ده چې هر تشویش باید د تفاهم له لارې حل شي. افغانستان بې څښتنه نه دی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یوو او د خپل ګران هېواد په دفاع کې تر هرچا ښه تجربه لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، چې که کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د پناه ځایونو د له منځه وړلو په برخه کې ګام پورته نه کړي، ښایي اسلام اباد د نړۍوالو قوانینو له مخې، پر هغوی برید وکړي.
   
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر آغا هم په دې هکله وايي:«ښه خبره به دا وي چې دواړو طرفونه مسلمت امیزه خبرې وکړي او خپله موضوع او خپل مشکل سره حل کړي.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکي د کابل او اسلام اباد وروستۍ څرګندونې اندېښمنوونکې ګڼي. د شنونکو په وینا، د دواړو هېوادونو چارواکي باید خپلې ستونزې له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.
    
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی څرګندوي:«پاکستان غواړي چې په شکل د اشکالو افغانستان منزوي کړي او دغه ترورستي ډلې او ټپلې افغانستان ته رالېږي چې په هغو بشري جنایاتو لاس پورې کړي او نړۍوالو ته ښکاره چې افغانستان د ترهګرو ډلو ټپلو ځاله ده.»

د نړۍوالو چارو شنونکی سید ضیا حسیني هم وايي:«طبعاً یو لړ ننګونې او خنډونه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو په برخه کې ونډه لري.»

بل خوا، د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا متحده یاالتونو د ۲۰۲۳ کال په بودیجه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو د امنیت د ټينګښت لپاره ۱۵ مېلیون ډالره په پام کې نیولې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، چې که کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د پناه ځایونو د له منځه وړلو په برخه کې ګام پورته نه کړي، ښایي اسلام اباد د نړۍوالو قوانینو له مخې، پر هغوی برید وکړي.

تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې افغانستان بې څېښتنه نه دی او اسلامي امارت د تل په ‎څېر د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره چمتو دی.
 
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د پټن ځایونو شتون ردوي او وايي چې دغه ادعاوې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېزه وکړي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډيو او وروڼو هېوادونو اړیکې زیانمنوي. زموږ غوښتنه دا ده چې هر تشویش باید د تفاهم له لارې حل شي. افغانستان بې څښتنه نه دی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یوو او د خپل ګران هېواد په دفاع کې تر هرچا ښه تجربه لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، چې که کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د پناه ځایونو د له منځه وړلو په برخه کې ګام پورته نه کړي، ښایي اسلام اباد د نړۍوالو قوانینو له مخې، پر هغوی برید وکړي.
   
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر آغا هم په دې هکله وايي:«ښه خبره به دا وي چې دواړو طرفونه مسلمت امیزه خبرې وکړي او خپله موضوع او خپل مشکل سره حل کړي.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکي د کابل او اسلام اباد وروستۍ څرګندونې اندېښمنوونکې ګڼي. د شنونکو په وینا، د دواړو هېوادونو چارواکي باید خپلې ستونزې له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.
    
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی څرګندوي:«پاکستان غواړي چې په شکل د اشکالو افغانستان منزوي کړي او دغه ترورستي ډلې او ټپلې افغانستان ته رالېږي چې په هغو بشري جنایاتو لاس پورې کړي او نړۍوالو ته ښکاره چې افغانستان د ترهګرو ډلو ټپلو ځاله ده.»

د نړۍوالو چارو شنونکی سید ضیا حسیني هم وايي:«طبعاً یو لړ ننګونې او خنډونه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو په برخه کې ونډه لري.»

بل خوا، د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا متحده یاالتونو د ۲۰۲۳ کال په بودیجه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو د امنیت د ټينګښت لپاره ۱۵ مېلیون ډالره په پام کې نیولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه